لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان او افغانستان په پوله موجود ترهګر د سیمې دپاره ګواښ دی، امریکا


پېنټاګون د ترهګرۍ د مینځه وړلو دپاره د پاکستان او افغانستان ترمنځ د پوځي مرستو د سېوا کولو په خبره زور راوړی دی.
پېنټاګون د ترهګرۍ د مینځه وړلو دپاره د پاکستان او افغانستان ترمنځ د پوځي مرستو د سېوا کولو په خبره زور راوړی دی.

د امریکې د دفاع محکمې پېنټاګون ویلي د پاکستان او افغانستان په پوله موجودې ترهګرې ډلې د دواړو ملکونو د امنیت دپاره ننګونه او سیمې د امن او ثبات دپاره ګواښ دی.

ډان ورځپاڼې په خپل یو راپور کې ویلي، روانه اوونۍ پېنټاګون ( افغانستان کې د سولې او ثبات د زیاتوالي) په نوم خپور کړي راپور کې د ترهګرۍ د مینځه وړلو دپاره د پاکستان او افغانستان ترمنځ د پوځي مرستو د سېوا کولو په خبره زور راوړی دی.

د راپور ترمخه (د افغانستان او پاکستان په پوله پرته سیمه کې اوس هم د یو شمېر وسله والو ډلو ځالې موجودې دي).

راپور کې ویل شوي په دغو ډلو کې طالبان، القاعده، القاعده برصغیر، حقاني نیټ ورک، لشکرطییبه، لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان، داعش خراسان او اسلامک مومنټ اف ازبکستان شاملې دي.

پېنټاګون په راپور کې ویلي، د القاعده د برصغير څانګه په جنوبي او منځني اسیایي هېوادونو کې په غټه کچه جنګیالي ځان سره ملګري کوي د کوم نه چې په سیمه کې امریکايي ګټو ته نېغ په نېغه خطره ورپېښه ده.

د راپور ترمخه (امریکا په پاکستان خپل هغه موقف واضحه او دومداره ساتي چې په سیمه کې د امنیت دپاره خپلوګامونو ته وده ورکړي، ترهګرو او انتهاپسند ډلو ته پټ ځایونه ورنکړي).

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG