لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د برلین د برید زمه واري داعش قبوله کړې


د امریکې خارجه وزارت نزدې یوه میاشت وړاندې د کرسمس په موقع یورپ کې د تُندلارو لخوا د بریدونو خبرداری ورکړی ؤ.
د امریکې خارجه وزارت نزدې یوه میاشت وړاندې د کرسمس په موقع یورپ کې د تُندلارو لخوا د بریدونو خبرداری ورکړی ؤ.

د داعش تُندلارو د نهې په ورځ برلين کې د ټرک د لارې شوي برید زمه واري قبوله کړې ده، د جرمني پلازمینه د کرسمس په موخه د ګڼې په مارکیټ کې رامنځته شوې دغه پېښه کې ۱۲ کسان وژل شوي او په درځنونو نور ژوبل شوي وو.

د نهې په ورځ د داعش په خپله خبري ویب پاڼه (اعماق نیوز) باندې زمه واري قبوله کړې ده. بیان کې ویل شوي چې دغه برید يې د ائتلافي هېوادونو لخوا د خلکو په نخښه کولو په ځواب کې کړی دی.

دغه بیان وروستو له هغې راغلی چې کله د جرمني پولیس د ګل په ماښام یو مشکوک نیولی تن خوشی کړو او د هغې وروستو د کرسمس د تیارو دپاره راجوړه ګڼه باندې چې پکې د ځايي خلکو سره سېلانیان موجود وو ټرک ورخېژولی ؤ.

د مرکزي څارنوالۍ دفتر ویلي مشکوک نیولی پاکستانی تن يې پرېښودی ځکه چې تفتیش کوونکو چارواکو د هغه په اړه جرم کې د ککړتیا پوره ثبوتونه نه ؤ ترلاسه کړي.

د څارنوال د دفتر په بیان کې ویل شوي تراوسه پورې په تفتیش کې کوم بل مشکوک تن نه دی نیول شوی.

د جرمني چانسلرې انګېلامرخېل د پېښې موقعې ته ورغلې هلته د غمرازۍ په توګه سپين ګلان اېښودي ویلي يې دي، دا بوږنونکی او دردمند برید وو.

هغې ویلي، ۱۲ کسان چې د پرونه پورې مونږ سره وو نن نشته هغوي د کرسمس او چهټیانو دپاره تیارۍ کړې وې او هغې دغه برید ترهګر عمل بللی دی.

مرخېل د نهې په ورځ ویلي، (ماته پته ده او دا زمونږ د ټولودپاره په خصوصي توګه ګرانه ده که چرته د دې خبرې پخلی کيږي چې کوم سړي دا کار کړی هغه په جرمني کې پناه د پناه اخستو په لټه کې دی.

برلېن کې د برید وروستو ځیني سیاسي ډلو په مېرمن مرخېل سختې نیوکې کړي چې هغې ولې دومره کډوال منلي دي.

د جرمني چارواکو ویلي چې د امریکا صدر باراک اوباما د انګېلامرخېل سره خبرې کړي، د پېښې په اړه یې ورسره یې خواشیني ښودلې او د مرستو ډاډ یې ورکړی دی. او نوي منتخب شوي صدر ډونلډټرمپ بیا ویلي چې باید "اسلامي انتهاپسند" د ځمکې له مخې ورک کړی شي او هغه به دا کار د خپلو ملګرو سره په ګډه کوي.

برلین کې دغه پېښه نزدې یوه میاشت وروستو له هغې رامنځته شوې چې د امریکا خارجه وزارت د داعش، القاعده او نورو تُندلارو ډلو لخوا د کرسمس په موقع یورپ کې د بریدونو خبرداری ورکړی ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG