لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په حلب ښار شامي پوځ بشپړ واک ترلاسه کړى


 دشامي پوځ لخوا دجاري شوي بيان ترمخه حلب يوځل بيا خوندي کړى شوى او دپوځ په وينا دا ياغيانو لپاره ستره ضربه ده.
دشامي پوځ لخوا دجاري شوي بيان ترمخه حلب يوځل بيا خوندي کړى شوى او دپوځ په وينا دا ياغيانو لپاره ستره ضربه ده.

دشامي پوځ وينا ده جګړه ځپلې سيمه حلب يې يوځل بيا تر خپل واک لاندې راوستى، کوم چې دخواوشا شپږو کالونو راهسې روانه خانه جنګۍ کې دشامي پوځ ترټولو لويې برياليتوب ګڼلى شي.

دشامي پوځ لخوا دجاري شوي بيان ترمخه حلب يوځل بيا خوندي کړى شوى او دپوځ په وينا دا ياغيانو لپاره ستره ضربه ده.

دکال ۲۰۱۲م څخه راپديخوا، اوس په لمړي ځل دصدر بشارالاسد حکومت په حلب بشپړ واک لري، دا ښار به دجګړې څخه دمخه دشام دابادۍ ترټولو لويې ښار و.

ددوو مياشتو پورې دروانو پوځي عملياتو څخه وروستو ياغي پوځونو ښار څخه په بهر وتلو اتفاق کړى، په دغه مهال دهغوي تر واک لاندې د٩٠ فيصده اصل سيمې څخه هغوي بې دخله کړى شويدي.

دسور سليب دنړيوالې کميټې وينا ده چې دزيارت په روځ خواوشا څلور ديرش زره کسان دختيز حلب څخه وتلي، په دغه سيمه تر څلورو کالونو دياغيانو قبضه وه.

دسختې واورې وريدو، تيزو هواګانو او ګاډو دخراب حالت له امله سيمې څخه دوتلو عمل سست پاتې شوى په زرګونو خلک يخ موسم کې تر څو ګينټو په انتظار کولو مجبور شويدي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG