لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سي پېک ته نه یواځې پاکستان بلکې چین هم اړتیا لري، زرداري


آصف علي زرداري د کال ۲۰۱۵م د جون په میاشت کې وروستو له هغې د ملک نه بهرتلی ؤ .
آصف علي زرداري د کال ۲۰۱۵م د جون په میاشت کې وروستو له هغې د ملک نه بهرتلی ؤ .

د پاکستان پخوانی صدر او د پيپلز ګوند مشر آصف علي زرداري وايي چين ـ پاکستان اقتصادي راهدارۍ ته یواځې پاکستان نه بلکې چين هم اړتیا لري.

د پاکستان پخواني صدر او د پيپلز ګوند مشرآصف علي زرداري۱۸ میاشتې پس د جمعې په ورځ کراچۍ ته رارسېدلی دی. د کراچۍ په نړیوال هوايي ډګر د پارټۍ لخوا راجوړې جلسې ته په وینا کې نوموړي وویل تل يې د جموریت اواولس خبره کړې ، د جمهوریت دپاره مبارزه به روانه ساتي او زیاته يې کړه جهموریت غوره بدل دی.

آصف علي زرداري د سي پېک یا چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ په اړه وویل دغه پروژه دوي پېل کړې خو لاسلیکونه پرې وروستو وشو هغه وويل دغه پروژه چې په کوم سوچ ښودل کيږي دا د هغې نه ډېره غټه ده. نوموړي وویل په دغه پروژه کې چين او پاکستان دواړه یو بل ته ضرورت لري.

(( یو ملک هم د بل دپاره هېڅ نه کوي بلکې د ځان دپاره يې کوي، دا د چين هم ضرورت دی او زمونږ پکې هم فایده ده)). هغه زیاته کړه دغه پروژه د څلورو واړو صوبو د ګټې دپاره جوړه کړی شوې ده .

نوموړي وویل چې کله هم د ملک نه بهر تلی وروستو پسې خبرې جوړې شوي چې وتښتېدو.

((سیاسي اداکارانو ته ويل غواړو چې کله زه د ملک نه بهر تلی یم او چې صدر ووم په هغه وخت کې چې هم بهر تلی یم نو دوي ویلي دي چې هغه وتښتېدو او په وروستي ځل هم دا ویل شوي وو نو د دوي د ذهن نه دا خبره نه ووځي ولې دوي نه دي خبر چې هغوي به په ګړهي خدابخش کې ښخيږي)).

ګړهي خدابخش کې د پيپلزګوند باني ذوالفقارعلي بهټو او بنظيربهټو دواړه ښخ دي.

آصف علي زرداري د کال ۲۰۱۵م د جون په میاشت کې وروستو له هغې د ملک نه بهرتلی ؤ چې په اسلام اباد کې راجوړې د خپل ګوند یوې دستورې ته په وېنا کې نوموړي په ملکي اسټبلشمنټ نيوکې کړې وې او ویلي يې ؤ د دوي نه دې ګوتې وباسې ګنې ټول پټ رازونه به يې ښکاره کړي.

نوموړی د دغه وېنا نه څو ورځې وروستو د ملک نه بهر تلی ؤ او نزدې یو نیم کال پس بیرته راستون شو.

آصف علي زرداري جلسې ته د وینا په اخره کې وويل د دسمبر په ۲۷م نېټه به تفصیلي وېنا کوي. د دسمبر په ۲۷م نېټه پيپلزګوند د خپلې پخوانۍ مشرې او وزيراعظمې بېنظيربهټو د تلین په مهال دستورې راجوړوي.

د آصف علي زرداري د هرکلي دپاره د کراچۍ په هوايي ډګر د پيپلزپارټۍ ګڼ شمېر غړي راټول شوي وو. د جلسې د ساتنې دپاره د امنیت کلک ګامونه پورته کړی شوي او د د چارواکو ترمخه د پينځه نیمو زرو نه زیات پولیس د جلسې د ساتنې دپاره په ځای کړی شوي وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG