لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې دپخواني طالب مشر په کور دوسله والو بريد،يو تن مړ


 دکابل دپوليسو يو چارواکي فريدون عبيدي وينا ده چې دوو وسله والو دملا عبدالسلام ضعيف په کور دجمعې په شپه ډزې کړي خو پخپله پخوانى طالب کماندر دغلته پخپله موجود نه و.
دکابل دپوليسو يو چارواکي فريدون عبيدي وينا ده چې دوو وسله والو دملا عبدالسلام ضعيف په کور دجمعې په شپه ډزې کړي خو پخپله پخوانى طالب کماندر دغلته پخپله موجود نه و.

افغانستان کې دچارواکو وينا ده په موټر سايکل سورو وسله والو پلازمينه کابل کې ديو پخواني طالب کمانډر په کور ډزې کړي چې پکې يو تن وژل شويدى.

دکابل دپوليسو يو چارواکي فريدون عبيدي وينا ده چې دوو وسله والو دملا عبدالسلام ضعيف په کور دجمعې په شپه ډزې کړي خو پخپله پخوانى طالب کماندر دغلته پخپله موجود نه و.

دملا ضعيف يو نزدې ملګري محمد حسن حقيار افغان خبري ادارې پژواک ته ويلي دي بريدکوونکي جومات ته دضعيف دتللو په لاره دهغه انتظار کولو خو دخوشبختۍ څخه هغه پخپل کور کې موجود نه و او کوم بل ځايې کې ورته بلنه ورکړى شوې وه.

ملا ضعيف د١٩٩٠ء لسيزه کې افغانستان کې دطالبانو حکومت کې دپاکستان دسفير په توګه کار کړى و خو وروستو هغه دموجوده حکومت سره روغه جوړه کړې وه.

ددغه بريد ذمه واري تر دې دمه چا نه ده قبوله کړې.

دغه بريد جنوبي ولايت هلمند سره دتعلق لرونکي قانون ساز کابل کې په موقعيت لرونکي کور دوه ورځې دمخه دشوي بريد څخه وروستو شوى، دغه بريد کې هم اته کسان وژل شوي وو خو پکې قانون ساز ژوندى پاتې شوى و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG