لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان پایلټې امریکا کې په پناه غوښتو د افغانستان خفګان 


نیلوفر رحماني په امریکا کې د پايلټۍ زده کړې کړي دي.
نیلوفر رحماني په امریکا کې د پايلټۍ زده کړې کړي دي.

د افغانستان د هوايي ځواک د جنګي او ملکي الوتکو پايلټې نیلوفر رحماني په امریکا کې پناه غوښتې ده، هغې ویلي په افغانستان کې خپل ژوند ته خطره محسوسوي.

نیلوفر رحماني په امریکا کې د پايلټۍ زده کړې کړي دي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه د افغانستان د دفاع وزارت د اتوار په ورځ پخلی کړی چې ۲۵ کلنې پايلټې کپټنې نیلوفر رحماني د پناه دپاره خواست کړی دی.

نیلوفر په کال ۲۰۱۵م کې د امریکا د خارجه محکمې (( د ویمن اف کریج، نړیوالې زړه ورې ښځې)) جایزه ګټلې وه.

د افغانستان د دفاع د وزارت ویاند ویلي افغان حکومت هیله لري چې د کيپټن نیلوفر خواست به امریکايي ادارې رد کړي او هغه بیرته هېواد ته ستنه شي.

ویاند ویلي (( چې کله یو افسر ځان خوندي نه ګڼي او د امنیت خطره محسوسوي نو په دغه صورت کې به بیا یو عام تن څه کوي)).

کيپټن نیلوفر رحماني په کال ۲۰۱۲م کې د فلایټ سکول نه ګريجویشن کړی او د هغې وروستو د (سي ـ ۲۸۰) پوځي مال وړونکې الوتکې د چلولو وړ ګرځول شوې وه.

راپورونه وايي هغه امریکا ته یوې تربيتي زدکړې له تلې وه او د خالې په ورځ به بیرته هېواد ته ستنېده.

بل لور ته د ټولنیزو اړیکو په ویب پاڼو باندې په نیلوفر ټکونه کيږي او په هغې تور لګول کيږي چې د خپلو زمه وارو نه ځان خلاصوي او د حکومت په ډېرو پېسو زده کړې کوي.

د افغانستان نه په ګڼ شمېر کې خلک بهر هېوادونو ته په کډوالۍ ځي او ډېرې پکې د زده کړو دپاره لاړ شي او بیا بیرته خپل هېواد ته نه ستنيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG