لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دتباه شوې روسي پوځي الوتکې ډيټا ريکارډر ترلاسه شوى


 دروس دخبري ادارو ترمخه دغه ډيټا ريکارډر به دمعاينې لپاره ماسکو ته ليږلى شي چرته چې پلټونکي دحادثې علت معلومولو هڅو کې بوخت دي.
دروس دخبري ادارو ترمخه دغه ډيټا ريکارډر به دمعاينې لپاره ماسکو ته ليږلى شي چرته چې پلټونکي دحادثې علت معلومولو هڅو کې بوخت دي.

دروس ددفاع وزارت دنهې په ورځ ويلي دي بحيره اسود کې دلټون کار کې بوختو ډلو ته دروسي پوځي الوتکې ډيټا ريکارډر په لاس ورغلى دى.

دروس دخبري ادارو ترمخه دغه ډيټا ريکارډر به دمعاينې لپاره ماسکو ته ليږلى شي چرته چې پلټونکي دحادثې علت معلومولو هڅو کې بوخت دي.

بحيره اسوده کې تباه شوې پوځي الوتکه کې دمړو شوو کسانو لټون لپاره دروس دلټونې عمليات پرته له کومې دمې څخه روان دي او پکې نوره چټکتيا هم راغلې ده.

دروس يوه پوځي الوتکه ټي يو-١٥٤ سوچي څخه دالوت کولو لږ ساعت وروستو داتوار په ورځ بحيره اسوده کې پريوتې او تباه شوې وه چې پکې دناستو مسافرو او عملې دغړو په ګډون ٩٢ کسان مړه شوي وؤ.

دروس دبيړني وضعيت په اړه دوزارت ترمخه ٤٥ کشتو،١٣٥ لامبوزنو دتباه شوې الوتکې ځينې برخې راويستلي، دچارواکو په وينا ديوولسو کسانو مړي هم راويستل شوي کوم چې ماسکو ته ليږل شويدي.

روسي چارواکو ويلي دي دغه هوايي حادثه کې دترهه ګرۍ امکان نه شي رد کيدى خو امکانات يې ډير کم دي.

دروسي ميډيا ترمخه ددغه حادثې علت دپايلټ تيروتنه يا تکنيکي نقص کيدى شي.

روس کې د ګل په ورځ په دغه هوايي حادثه دماتم ورځ نمانځل شوې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG