لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند داوږد رينج دجوهري ميزايل تجربه کړې،چين کې هم هدفونه په نخښه کو لى شي


 اګني پينځم نومې دغه ميزايل دګل په ورځ دهيواد ختيزه ساحلي سيمه اوړيسا څخه فاير کړى شوى.
اګني پينځم نومې دغه ميزايل دګل په ورځ دهيواد ختيزه ساحلي سيمه اوړيسا څخه فاير کړى شوى.

هند په کاميابۍ سره دخپل اتومي توان لرونکي بيلسټک ميزايل تجربه کړې ده، دغه ميزايل پينځه زره کلو ميټره لرې دخپل هدف په نخښه کولى شي، چې ورسره دچين لرې پرتې شمالي سيمې دهند دجوهري وسلو تر رينج لاندې راغلي دي.

اګني پينځم نومې دغه ميزايل دګل په ورځ دهيواد ختيزه ساحلي سيمه اوړيسا څخه فاير کړى شوى.

دهندي ميډيا ترمخه داګني پينځم لمړۍ تجربه دوه زره دولسم کې شوې وه، ددغه ميزايل دويمه تجربه دوه زره ديارلسم او بيا دوه زره پينځلسم کې شوې وه، ددغه ميزايل نظام شمير دهند عصري وسلو کې کولى شي.

دهند ولسمشر برناب مکهرجي دټولنيزو رابطو په ويب پاڼه ټويټر خپل پيغام کې ويلي ددغه تجربې سره به دهيواد دفاعي توان کې اضافه کيږي.

دهند وزيراعظم نريندر مودي هم په ټويټر يو بيان کې ويلى دى داګني پينځم په کاميابه تجربه هر هندي وګړى وياړ محسوسوي او زياته کړې يې ده چې دې سره به دهغوي ستراتيژيکي نظام ته نور قوت هم ترلاسه کيږي.

ددفاعي تجزيه کارانو وينا ده چې اوږد رينج لرونکى اګني پينځم ميزايل ته په چين دنظر لرلو په ترڅ کې وده ورکړى شوې، کوم ته چې چين ديو ګواښ په نظر ګوري.

هند او چين په کال ١٩٦٢م کې يوه لنډه جګړه کړې وه او په هماليه کې دناحل کړى پولې شخړه هم لري، نوى ډيلى دچين لخوا اسلام اباد سره دنزدې اړيکو لرلو په اړه هم محتاط دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG