لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیراعظم په کابینه کې د ترهګرو سهولت کار کښېنولي، بلاول


نوموړي په وزیراعظم نوازشریف نیوکې وکړې چې د چين ـ پاکستان اقتصادي راهداري يې متنازعه یا لانجمنه کړه او  په ځان يې د صوبو اعتماد وبایلو.
نوموړي په وزیراعظم نوازشریف نیوکې وکړې چې د چين ـ پاکستان اقتصادي راهداري يې متنازعه یا لانجمنه کړه او  په ځان يې د صوبو اعتماد وبایلو.

د پاکستان پیپلز پارټۍ مشر بلاول بهټو زرداري او پخواني صدر اصف علي زرداري د مسلم لیګ (ن) ډلې په مرکزي حکومت سختې نیوکې کړي او ویلي يې دي وزیراعظم نوازشریف په خپله کابینه کې د ترهګرو سهولت کار کښېنولي دي. دوي د حکومت پرضد د سیاسي لانګ مارچ او دواړو پارلمان ته د تلو دپاره په انتخاباتو کې د برخې اخستو اعلان هم کړی دی.

د پاکستان پيپلزپارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري نن د نهې په ورځ د سندهـ ایالت په ګړي خدابخش سیمه کې د خپلې وژلې شوې مور او پخوانۍ وزیراعظمې بېنظیر بهټو د نهم تلین په مناسبت راجوړې دستورې ته په وینا کې د مسلم لیګ (ن) په حکومت نیوکې وکړې او وي ویل مور يې چې د کومې ترهګرۍ او ذهنیت په ضد مبارزه کړې هغه لا سوچ او ترهګري لا نه ده ختمه، هغو خلکو ته اوس هم په ملک کې پناه ورکړی کيږي.

هغه وویل د حکومت نه يې غوښتي ؤ چې د ترهګرۍ په اړوند د جمهوري احتساب دپاره دې د پارلیمان کميټې جوړه کړی شي او وزیراعظم د هغې وعده کړې وه د کوم د لاندې به چې داخله وزیر او ټول نظام ته حساب کتاب ورکول ؤ، ولې غوښتنه يې ونه منل شوه، هغه وویل کړې خبرې يې د سپريم کورټ د کويټې په کمېشن کې ثابت شوې، او اوس داخله وزیر)چوهدري نثارعلي خان) د سپريم کورټ په ګډون ټولو ته ګواښونه کوي.

(( داخله وزیر لاقانونه ګرځول شوؤ تنظیمونو د مشرانو سره ویني او په اسلام اباد کې ورته د جلسو کولو اجازه ورکوي، نوموړي په ستره محمکه هم سوال راپورته کړو چې اوس دوي سره د پيپلزپارټۍ د وزیراعظمانو په رنګ سلوک کوي او کنه کومه بله فېصله ورته اوروي)).

نوموړي په وزیراعظم نوازشریف نیوکې وکړې چې د چين ـ پاکستان اقتصادي راهداري يې متنازعه یا لانجمنه کړه او په ځان يې د صوبو اعتماد وبایلو.

(( مونږ په نړۍ کې یواځې ولاړ يُو، د ملک عزت مو د خطرې سره مخ دی او وزیراعظم په خپلو شخصي تعلقاتو پسې دی دنیا مونږ ترهګر ملک جوړول غواړي او وزیراعظم په خپله کابینه کې د ترهګرو سهولت کار کښېنولي دي)).

بلاول بهټو زرداري په وزیراعظم نوازشریف غږ وکړو چې دا ستا شخصي خبره نه ده که سبا څه وشو ته به د ملک نه بهر وتښتې ولې ۲۰ کروړه خلک به دلته موجود وي.

نوموړي د اکتوبر د میاشتې په ۱۷م نېټه د حکومت نه خپلې کړې څلور غوښتنې تکرار کړې او وې ویل د ترهګرۍ په ضد د جوړو پالیسو ، د پاناما سکېنډل، د معیشیت او د خارجه پالیسو د جمهوري احتساب غوښتنه يې کړې وه ولې دغه غوښتنې يې ونه منل شوې.

بلاول د عدليې نه تپوس وکړو چې د اصغرخان کېس او ذوالفقارعلي بهټو د عدالتي وژنې فېصله تر ننه پورې ولې ونه شوه؟ هغه وویل عدليې خو د پیپلزپارټۍ سره کله انصاف نه دی کړی خو چې د پاناما لیکس په اړوند نن د پاکستان سره څه کوي.

نوموړي وویل د پاناما ترڅنګ د حکومت لخوا په ملک کې روانې هرې بې انصافۍ باندې به غلی پاتې نه شي، هغه وویل د مور د وژنې د بدل اخستو او د مشرانو د سوچ مخ په وړاندې بوتلو له راغلی دی، نوموړي په بلوڅو، پښتنو، پنجابیانو او سندهیانو غږ وکړو چې ملګرتیا يې وکړي.

بلاول وویل د غوښتنو نه منلو پس یې د حکومت په ضد د سیاسي لانګ مارچ پېل کړی او په دغه لړ کې به د ملک د ټولو ښارونو دورې کوي.

له دې وړاندې د پيپلزګوند شریک چيئرمېن او پخواني صدر اصف علي زرداري غونډې ته په وینا کې اعلان وکړو چې موجوده پارلمان ته د تلو دپاره به هغه د نواب شاه او بلاول بهټو زرداري د لاړکانې نه په انتخاباتو کې برخه اخلي. نوموړي وویل دا هغه زېری دی چې څلور ورځې وړاندې يې د دې اعلان کړی ؤ.

اصف علي زرداري هم په وزیراعظم نواشریف نیوکې وکړې هغه یې د مغل بادشاه په نوم وباله او وی ویل دوي سره کړې وعدې يې ټولې هېرې کړي او جمهوریت يې تباه کړو، هغه وویل دوي به وزیراعظم نوازشریف مغل بادشاه جوړېدو ته کله هم نه پرېږدي.

یاده دې وي پخوانۍ وزیراعظمه بېنظیربهټو نهه کاله وړاندې د پنجاب صوبې په پېنډۍ ښار کې د یوې جلسې وروستو په ځانمرګي برید کې وژل شوې وه.

پاکستان پيپلزپارټۍ هر کال په ۲۷م دسمبر د بېنظیربهټو د تلین په مناسبت ګړي خدابخش کې د هغې او د هغې د تېزندي کړی شوي پلار پخواني وزیراعظم زوالفقارعلي بهټو په قبر غونډه راجوړوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د تشدد زیاتېدل: وجه یې څه ده او خلک څه فکرمندي لري؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG