لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال باجوه افغان مشرتابه ته امن لپاره په ګډه دکار کولو باور ورکړى،پوځ

دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرال اصف غفور دټولنيزو رابطو په ويب پاڼه ټويټر خپل پيغام کې پخلى کړى چې جنرال قمر جاويد باجوه افغان ولسمشر اشرف غني، چيف ايګزيکټيو عبدالله عبدالله او خپل افغان سيال سره تيليفوني رابطې کړي دي.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاويد باجوه افغان مشرانو سره تيليفوني خبرو کې هغوي ته سيمه کې امن لپاره په ګډه دکار کولو باور ورکړى دى.

دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرال اصف غفور دټولنيزو رابطو په ويب پاڼه ټويټر خپل پيغام کې پخلى کړى چې جنرال قمر جاويد باجوه افغان ولسمشر اشرف غني، چيف ايګزيکټيو عبدالله عبدالله او خپل افغان سيال سره تيليفوني رابطې کړي دي.

دپوځي وياند وينا ده چې دتيليفوني رابطې په مهال جنرال باجوه افغان مشرانو ته دنوي کال مبارکي ورکړې او هغوي لپاره يې دنيکو هيلو څرګندونه کړې ده.

دوياند ترمخه جنرال باجوه افغان مشرانو سره سيمه کې په ګډه دکار کولو ژمنه کړې او ويلي يې دي چې دواړو هيوادونو کې امن دسيمې په لويه ګټه دى

پوځي وياند دا هم ويلي دي چې افغان مشرتابه دپاکستان دپوځ سرلښکر ته دافغانستان دسفر بلنه هم ورکړې ده.

دپاکستان او افغانستان دمشرانو ترمينځ دغه تماسونه په داسې کې مخې ته راغلي چې ددواړو هيوادونو دچارواکو لخوا په يو بل دترهه ګرۍ دملاتړ کولو دتورونو له امله داسلام اباد او کابل اړيکې اوسنو مياشتو کې تاؤژنې شوي دي.

اشرف غني تور لګوي دپاکستان خفيه ايجنسۍ په پټه افغانستان کې دطالبانو دياغيتوب ملاتړ کوي او هغوي ته دپولې پورې غاړه دخپلې خاورې دکاورولو اجازه ورکوي.

کابل اسلام اباد څخه دپولې پورې غاړه دموجودو طالب جنګيالو په ضد دګامونو اخستو غوښتنه کوي خواسلام اباد دغه تورونه ردوي او دريځ لري چې شمالي وزيرستان کې يې دضرب عضب عملياتو په مهال دټولو ترهه ګريزو ډلو په ضد پرته له کوم امتياز څه ګامونه اخستي،اسلام اباد په افغان چارواکو تور لګوي چې هغوي پخپله خاوره پاکستان ضد جنګيالو ته پناه ورکوي.

پاکستان په اوسنو مياشتو کې په ملينونو غيراندراجه افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي چې ورسره اړيکې نورې هم تاوژنې شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG