لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټوله نړۍ کې نوي کال ته هرکلى ويل شوى


 داسټريليا سډني، دشمالي کوريا پيانګ يانګ او دروس پلازمينه ماسکو کې نوي کال ته دهرکلي ويلو دستورې ترسره شوي دي.
داسټريليا سډني، دشمالي کوريا پيانګ يانګ او دروس پلازمينه ماسکو کې نوي کال ته دهرکلي ويلو دستورې ترسره شوي دي.

دکال ٢٠١٦م لمر ډوب شوى او دپاکستان په ګډون ټوله نړۍ کې نوي کال ته دروند هرکلى ويل شوي او دنړۍ په بيلا بيلو هيوادونو کې نوي کال ته دهرکلي ويلو درنې دستورې شوي چې پکې په زرګونو خلکو ګډون کړى دى.

داسټريليا سډني، دشمالي کوريا پيانګ يانګ او دروس پلازمينه ماسکو کې نوي کال ته دهرکلي ويلو دستورې ترسره شوي دي.

تيرکال دفرانس په نيس او دجرمني برلن ښار کې دبريدونو څخه وروستو دنوي کال دخوشحالو لړ کې بيلا بيلو ښارونو کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي او دنړۍ دبيلا بيلو هيوادونو ښارونو کې اضافي عسکر ځايې پځايې کړى شويدي.

لندن، پيرس او نيويارک کې هم دنوي کال دنمانځلو دستورې شوي او په دغه مهال مرکزي سيمې په خنډانو لګولو سره تړل شوې وې.

داسټريليا سډني ښار کې دنوي کال ٢٠١٧م دهرکلي په موقع آتش بازي شوې چې ورسره په شپه کې دورځې پشان منظر په نظر راغلى دى.

انډونيشيا کې هم دنوي کالي دهرکلي دستوره شوې چې کتونکو ترې خوندونه اخستي دي.

دنوي کال دخوشحالو دنمانځلو لړ کې ملايشيا او چين کې هم آتش بازي شوې چې ورسره اسمان کې دمختلفو رنګونو ښکلى منظر په نظر راغلى دى

دروس پلازمينه ماسکو کې دنوي کال ٢٠١٧م دهرکلي لپاره ځانګړي حفاظتي ګامونه اخستل شوي وو او ددې ترڅنګ دوبۍ کې دنړۍ دلوړې ودانې الخليفه برج باندې دآتش بازي تابيا شوې وه.

دنيوزي لينډ په اکلينډ ښار کې دنوي کال اغاز شوى، دې لړ کې دغلته دځانګړو دستورو تابيا شوې وه، اکلينډ کې دنوي کال دهرکي ددستورو پيل په اسکايي ټاور اتش بازۍ څخه شوې ده.

پاکستان کې هم دنوي کال هرکلى شوى، دشپې دولس بجې دکراچۍ،لاهور،اسلام اباد او پېښور په ګډون بيلا بيلو ښارونو کې دنوي کال دهرکلي په موقع آتش بازي شوې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG