د پاکستان سترې محکمې د مرکزي حکومت د احتساب ملي ادارې (نېب) نه د پلی بارګین قانون په اړه وضاحت غوښتی او ویلي يې دي دغه اقدام غبن د جرړو نه ویستو په لار کې خنډ جوړيږي.
د پلی بارګين په اړوند د سترې محکمې خپل ځاني نوټس د اورېدنې په مهال جسټس (قاضي) سعیدشېخ ویلي چې د دوه نیم سوه روپو غبن کولو والا تن جېل ته لېږلی کيږي او په غټه کچه د غبن په مقدمو کې ککړ خلک ازاد ګرځي.
د نېب وکیل وقاص ډار عدالت ته ویلي چې دا قانون ادارې نه دی جوړ کړی بلکې په جوړشوي قانون عمل کوي.
قاضي په خپلو خبرو کې په دې اندېښنه څرګنده کړې او ویلي يې دي چې نېب خپل واک په غلطه توګه کاروي او په غبن کولو کې اسانتیاوې برابروي.
د پلی بارګین ماده د ملي احتساب ادارې د ارډيننس کال ۱۹۹۹م کې موجوده ده او دا ماده د ادارې مشر ته دا واک ورکوي چې (که چرته یو ملزم غبن وکړي او په خپله خوښه غبن کړې پېسې واپس کړي) نو د ادارې مشرهغه پرېښودی شي.
تېر کال د بلوچستان صوبې د خزانې سېکتر مشتاق رئیساني د کور نه ۶۰کروړه روپۍ ترلاسه کړی شوې وې او په هغه باندې تور ؤ چې په غېر قانوني توګه يې ډېر جایداد جوړ کړی دی.
مشتاق رئیساني تېره میاشت دوه اربه روپۍ نېب ته واپس کړي او ادارې يې د پلی بارګین د لارې منظوري ورکړې وه، او په دغسې کولو نېب د نیوکو لاندې راغلې ده.
راپورونه وايي په مشتاق رئیساني د ۴۰ اربه روپو د غبن کولو تور ؤ ولې نېب په خپله د دې پخلی نه دی کړی.