دپاکستان دپنجاب صوبې دپخواني وژل شوي ګورنر سلمان تاثير ځوې ته دکرسمس په موقع ديو پيغام څخه وروستو په ورکړى شوو دړکودبشري حقونو دفعاله کارکوونکو لخوا دتحفظاتو څرګندونه کولى شي.
په عين حال کې دلاهور داسلام پوره سيمې پوليس تاڼه کې دشان تاثير دويډيو پيغام په تناظر کې ديو نامعلوم تن په ضد دمذهب دسپکاوي په تور مقدمه درج کړى شوې چې پلټنې يې روانې دي.
دپوليسو وينا ده چې ددغه ويډيو به فرانزک معاينه کولى شي ترڅو معلومه کړى شي چې کومه ويډيو شريکه کړى شوې وه ايا هغه اصلي وه او پکې موجود تن هم شان تاثير دى.
دسلمان تاثير ځوې شان تاثير دټولنيزو رابطو په ويب پاڼه فيس بُک پخپله پاڼه يوه ويډيو پوسټ کړې وه چې پکې دکرسمس مبارکۍ ترڅنګ دمذهب دسپکاوي په جرم کې دبندي کسانو په ګډون دعيسايي ميرمنې آسيه بي بي لپاره ددعا وينا هم شوې وه.
په ډاګه دې وي چې پخوانى دپنجاب ګورنرسلمان تاثير په څلورمه جنورۍ کال دوه زره يوولسم کې خپل يو سرکاري ساتونکي ممتاز قادري دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې په ډزو سره وژلى ؤ.
سلمان تاثير هم دمذهب دسپکاوي دقانون لاندې عدالت څخه دمرګ سزا موندونکې عيسايي ميرمن آسيه بي بي سره زندان کې ليدنه کړې وه او دپاکستان دمذهب دسپکاوي قانون کې يې دبدلون غوښتنه کړې وه، ممتاز قادري دريځ خپل کړى و چې دمذهب دسپکاوي قانون دسلمان تاثير لخوا په تور قانون ويلو يې هغه وژلى ؤ.
دپينځوو بچو مور آسيه بي بي ته په کال ٢٠٠٩م کې دپنجاب دشيخوپوره سيمې په يو کلي کي مسلمانو کليوالو زنانه ؤ سره دبحث په مهال داسلام او پيغمبر اسلام په اړه په مشکوکو لفظونو ادا کولو دوه زره لسم کال کې يو عدالت هغې ته دمرګ سزا اورولې وه کومه چې وروستو سترې محکمې هم پځايې ساتلې وه.
دسلمان تاثير ځوې شان تاثير ويلي هغه ته دخپل کرسمس پيغام څخه وروستو دړکې ورکړى شوي.
دځينو سخت دريځو مذهبي حلقو لخوا دشان تاثير دبيان په تناظر کې دهغه په ضد دمقدمې ددرج کولو غوښتنه شوې ده.
د هيومن رايټس کميشن اف پاکستان يا ار سي پي مشرې زهره يوسف امريکا غږ اردو څانګې ته ويلي دغه رقم دړکې دانديښنې وړ دي.
دزهر يوسف په وينا شان تاثير ته امنيت خو ورکول پکار دي خو حکومت ته دهاغو تنظيمونو په ضد هم ګامونه اخستل پکار دي چې دغه رقم دړکې کوي، دزهره يوسف په وينا قانون کې دا نشته چې دمذهب په قوانينو نيوکه هم جرم دى.
پاکستان کې دمذهب دسپکاوي په قانون بحث يوه حساسه معامله ده او دځينو سخت دريځه تنظيمونو لخوا ددړکو له ويرې خلک په دغه قانون په ډاګه دخبرو کولو څخه ډډه کوي.