لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : دمسعود اظهر په اړه قراداد،دچين په کردار سوال


 دپاکستاني سينيټ دبشري حقونو دکميټې دګل په ورځ شوې غونډه کې دې لړ کې دتحفظاتو څرګندونه شوې.
دپاکستاني سينيټ دبشري حقونو دکميټې دګل په ورځ شوې غونډه کې دې لړ کې دتحفظاتو څرګندونه شوې.

دپاکستاني سينيټ دبشري حقونو دکميټۍ ممبرانو پوښتنه راولاړه کړې چې دتندروه ډلې جيش محمد دمشر مسعود اظهر په اړه ملګرو ملتونو کې دقرارداد مخالفت چين ولې کړى دى.

په ډاګه دې وي چې دمسعود اظهر په ضد دملګرو ملتونو دامنيتي شورا کميټۍ کې دهند لخوا قرارداد جمع کړى شوى و ، په کوم چې چين اعتراض کړى و او له امله يې په دغه قرارداد پرمختګ نه و شوى.

دپاکستاني سينيټ دبشري حقونو دکميټې دګل په ورځ شوې غونډه کې دې لړ کې دتحفظاتو څرګندونه شوې.

دکميټۍ چيئرپرسن سينيټر نسرين جليل دامريکا غږ اردو څانګې سره خبرو کې وويل دملګرو ملتونو دامنيتي شورا دکميټۍ غونډه کې دجيش محمد په اړه قرارداد چين ويټو کړى، نو کميټۍ کې دې لړ کې خبره شوې چې مونږ به حکومت ته وايو چې که چرې دچين په حکومت په زور راوړلو سره دا خبره وکړى شوه نو( دپاکستان حکومت ته) داسې نه دي کول پکار، بلکې حوکمت دې دخپلې تګلارې اړخ سم کړي

دچين لخوا په دې اړه کوم بيان مخې ته نه دى راغلى.

پاکستان کې دڅيړونکو وينا ده چې دهند لخوا چې دغه معامله په نړيواله کچه راپورته کړى شوه نو پاکستان دچين سره خپلې نزدې اړيکې کارولي او ددې مخه يې نيولې.

دپاکستان دخارجه وزارت دريځ دى چې دنوي ډيلي لخوا دتندروه ډلې جيش محمد دمشر مسعوداظهر په ضد ملګرو ملتونو کې قرارداد راوړاندې کول يوه سياسي حربه ده.

هند په جيش محمد او ددغه ډلې په لوړپوړي مشر، مولانا مسعود اظهر دګڼو بريدونو دمنصوبه بندۍ ن کولو تور لګولى چې پکې دجنورۍ مياشت کې په يو هندي هوايي اډه شوى بريد هم شامل دى.

ددغه بريد څخه وروستو پاکستاني چارواکو مسعود اظهر او دهغه ملګرو څخه تپوس پوښتنې کړې وې او هغوي ويلي وو چې دغه بريد پسې دتړلو لپاره ورته دمسعود اظهر په ضد کوم ثبوت نه دى ترلاسه شوى.

جيش محمد دملګرو ملتونو دپينځلسو هيوادونو دامنيتي شورا لخوا تورنوملړ کې شامل کړى شوى خو دمسعود اظهر نوم دغه نوملړ کې نه دى شامل.

هند پخپل ګاونډي او رقيب هيواد پاکستان تور لګوي چې جيش محمد دهند په خاوره دبريدونو لپاره دپردې تر شا کاروي، چې پکې دکشمير لانجمنه سيمه هم شامل ده او ددغه ډلې په اړه يې دهند په قول دکارروايۍ جوګه استخباراتي معلومات پاکستان ته ورکړي چې پکې تيليفوني ريکارډ کړى شوې خبرې هم شامل دي.

پاکستان دا تورونه ردوي چې ګنې کشمير کې موجودو تندلارو ته څه رقم مرسته ورکوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG