د خېبرپښتونخوا سر ښار پېښور کې د زهرجنو شرابو څکلو له امله د عیسايي ټولنې سره تعلق لرونکي پینځه تنه مړه شوي دي.
دغه پېښه د نهې او شورو په شپه د پېښور ښار سواتي پاټک علاقې په ټي وي کالونۍ کې رامنځته شوې ده.
د زهرجنو شرابو څکلو له امله په مړه شوؤ کسانو کې د یو ورور چې عقیل نوميږي ډیوه ریډیو سره خبرو کې ویلي، ورور او دوستان يې د شپې په نهه بجې راټول شوي او دوي ته بیا په نهه بجې خبر مېلاو شوی چې د هغوي حالات خراب شوی دی.
د عقیل په وینا وروستو دغه کسان روغتون ته وړل شوي او هلته یې ژوند د لاسه ورکړی دی.
د پېښور د پشته خرې تهاڼې پولیس مشر اسلام شاه ډیوه ریډیو سره خبرو کې پخلی کړی چې د زهرجنو شرابو څکلو له امله پينځه کسان مړه شوي دي.
ولې د پېښور د لېډي ریډنګ روغتون ویاند زوالفقار باباخېل ډیوه ریډیو سره خبرو کې د څلورو کسانو د مړينې ویلي دي.
نوموړي ویلي څلور کسان چې زهرجن شراب يې څکلي ؤ ماسخوتن روغتون ته راوړل شوي او د شپې ناوخته بیا څلورو واړو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د پېښور د پشته خرې پولیس تهاڼې چارواکو ویلي په ابتدايي تحقیق کې معلومه شوې چې دغو کسانو په ځایي جوړو شرابو کې سپرټ اچولي او بیا یې څکلي دي، او هم هغې دوي وژلي دي.
پولیس چارواکو ویلي د پېښې په اړه نورې پلټنې يې پېل کړي دي.
پاکستان کې دا وړومبی ځل نه دی چې دغه ډول پېښه رامنځته شوې له دې وړاندې هم په پنجاب او سندهـ صوبو کې د زهرجنو شرابو څکلو له امله خلک مړه شوي دي.