لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې دورک شوي امريکايي ميرمن وايي هغه تښتول شوى


 ديو ٧٤ کالن امريکايي وګړي ميرمنې په لمړي ځل انکشاف کړى چې دهغې خاوند خواوشا دوه کاله دمخه هاغه مهال تښتول شوى و چې هغه دطالبانو دحقاني نيټ ورک مشر سره دمرکې هڅه کوله.
ديو ٧٤ کالن امريکايي وګړي ميرمنې په لمړي ځل انکشاف کړى چې دهغې خاوند خواوشا دوه کاله دمخه هاغه مهال تښتول شوى و چې هغه دطالبانو دحقاني نيټ ورک مشر سره دمرکې هڅه کوله.

ديو ٧٤ کالن امريکايي وګړي ميرمنې په لمړي ځل انکشاف کړى چې دهغې خاوند خواوشا دوه کاله دمخه هاغه مهال تښتول شوى و چې هغه دطالبانو دحقاني نيټ ورک مشر سره دمرکې هڅه کوله.

دپاکستان دانګريزۍ ژبې ورځپاڼې دي نيوز کې دزيارت په ورځ دخپور شوي يو راپور ترمخه دامريکايي ليکوال پاول اووربي ميرمن، جين لارسن يو بيان کې ويلي هغه دکال ٢٠١٤م دمئ مياشت کې هاغه مهال ورک شوى و کله چې يې دافغانستان دختيځ ولايت خوست څخه پاکستان ته د اوړيدو هڅه وکړه.

امريکايي ورځپاڼې نيويارک ټايمز ته هم پخپل يو ورکړى شوي بيان کې لارسن ويلي " زه دخپل خوږ خاوند،پاول اووربي، په استازيتوب هاغو خلکو ته درحم اپيل کووم، کومو چې هغه نيولى"

هغې ويلي " زه باور لرم چې هغه دحقاني نيټ ورک لخوا يرغمال نيول شوى، خو دهغه يا دهغه دتښتونکو څخه مې لا څه رقم پيغامونه نه دي ترلاسه کړي"

دتښتول کيدو څخه دمخه ښاغلي اووربي يوه مياشت په کابل او بله په خوست کې تيره کړې وه.

دهغه دميرمنې وينا ده چې ښاغلي اووربي سره يې په ١٦مه مئ کال ٢٠١٤م کې دورکيدو او سراج الدين حقاني سره دخبرو کولو دهڅې څخه څو ورځې وروستو خبرې کړې وې، سراج الدين حقاني دحقاني نيټ ورک مشر دى.

ښاغلي اووربي په اتم ځل افغانستان ته سفر کړى و، ترڅو ددغه هيواد او پکې دروانې جګړې په اړه ليکل وکړي.

له دې وړاندې هغه په افغانستان دشوروي اتحاد دبريد په اړه د"مقدسې وينې" په نوم يو کتاب ليکى، لارسن ويلي دهغې خاوند دافغانستان زيات خيال ساتلى او دقران پاک مطالعه يې کړې وه.

لارسن ويلي دشوروي اتحاديې افغانستان څخه دوتلو څخه دمخه په کال ١٩٨٨ء کې اووربي دنورو افغانانو ترڅنګ جنګيدلى و.

ميرمن لارسن ويلي هغه ته دروغتيا ستونزې پېښې او امکان دى چې صحي توجو ته اړتيا لري.

که چرې هغه ژوندى وي، نو اووربي يواځينى امريکايي نه دى چې دحقاني نيټ ورک لخوا نيول شوى.

دچارواکو وينا ده چې حقاني نيټ ورک دپنسلوانيا يو شپيته کالن پروفيسر کين کنګ هم نيولى، هغه تيرکال کابل څخه تښتول شوى و.

تيره مياشت حقاني نيټ ورک يوه ويډيو جاري کړې وه چې پکې دکيټلين کولمين په نوم يوه يو ديرش کالنه امريکايي ښځه، دهغې ٣٦ کالن کاناډايي خاوند، جوشوا بويلى او دهغوي هاغه دوه بچي ښودل شوي وو چې دبند په مهال زيږيدلي وؤ.

دغه ويډيو کې ميرمن کولمين او دهغې خاوند امريکايي ولسمشر براک اوباما څخه دځانونو خوشې کولو لپاره دګامونو اخستو غوښتنه کړې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG