د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني کپتان او ستوري لوبغاړي یونس خان د اسټريلیا کرکټ لوبډلې په ضد د سډنې په لوبغالي کې روان ټیسټ مېچ کې د سلیزې جوړولو سره د کرکټ په تاریخ کې نوی ریکارډ په خپل نوم کړو.
یونس خان د اسټریلیا سره روان ټیسټ مېچ کې د خپل کېرئير ۳۴م سلیزه جوړه کړه او د دې سره د نړۍ په هغو ملکونو چرته ټیسټ کرکټ لوبيږي، په دغو ټولو ملکونو کې سليزې جوړونکی وړومبی لوبغاړی جوړ شو.
د خېبر پښتونخوا مردان سیمې سره تعلق لرونکی یونس خان د خپل کیريئر ۱۰ زرو رنزونو پوره کولو نه یواځې ۷۵ رنزونه لرې دی. نوموړي په ۱۱۴مېچونو کې ۹۷۸۹ رنزونه جوړ کړي دي.
د کرکټ په تاریخ کې یواځې ۱۲ لوبغاړي داسې دي چې ۱۰ زره رنزونه يې جوړ کړي دي.
یونس خان چې د ټیسټ کرکټ لوبې په ۱۱ ملکونو کې سلیزې جوړې کړې له دې وړاندې دغه ریکارډ د هند د راهول ډرېوډ سره ؤ، او هغه د ټیسټ کرکټ په ۱۰ ملکونو کې سليزې جوړې کړې وې.
يونس خان په کال ۲۰۰۰م کې ټيسټ کرکټ پېل کړی او د هغه په کپتانۍ کې پاکستان په کال ۲۰۰۹م کې د ټي ټوېنټي کرکټ نړيوال کپ هم ګټلی وو.
دا وخت په سډني کې د پاکستان او اسټریلیا لوبډلو ترمنځ د ټیسټ کرکټ سیالو د درېو لوبو د وروستي مېچ د درېمې ورځې لوبه روانه ده.
اسټریلیا په خپل وړومبي اننګز کې ۵۳۸ رنزونه جوړ کړي او په ځواب کې يې پاکستان په اته ؤ لوبغاړو سوځېدو ۲۷۱ رنزونه جوړ کړي دي.
دا وخت یونس خان او یاسر شاه په مېدان کې دي.
اسټریلیا د وړاندې نه په دواړو ټيسټ مېچونو کې پاکستان ته ماتې ورکړې او دغه سیریز یې په خپل نوم کړی دی.