د امریکې خارجه محکمې د القاعده ډلې جوړونکي (باني) اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن د ترهګرو په تور فهرست کې شامل کړی دی.
حمزه بن لادن چې دا وخت يې عمر د ۲۰ کالو په نیمايي کی دی، راپورونه وايي هغه د پلار د مرګ نه پس د ترهګره ډلې القاعده فعال جوړ شوی دی.
اسامه بن لادن په کال ۲۰۱۱م کې د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې د امریکايي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې وژل شوی ؤ.
د امریکې د خارجه وزارت لخوا چې کوم تن د ترهګرو په تور فهرست کې شامل کړی شي هغه سره کوم امریکايي تن کاروبار نشي کولی او تر څو چې ممکن وي امریکا ورله جایداد تړي.
راپورونه وايي حمزه بن لادن په کال ۲۰۱۵م کې په رسمي ډول القاعده ډلې سره ملګری شوی، او په تېر دوه کاله موده کې يې په امریکا باندې د ترهګر بریدونو کولو بیانونه خپاره کړي دي.
هغه دا ګواښ هم کړی چې د پلار د وژنې بدل به اخلي.
د امریکې خارجه محکمې د زیارت په ورځ د یو مصري وګړي ابراهیم البانا چې د القاعده غړی دی د ترهګرو په تور فهرست کې شامل کړی دی.