لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان ځواکونو ديخنۍ موسم کې جګړه کې ددمې نه راوستو ژمنه کړې


 دافغانستان ددفاع دوزارت مرستيال وياند محمد رادمنيش کابل کې خبريالانو ته ويلي " طالبان او نورې ترهه ګريزې ډلې به راتلونکو څو مياشتو کې په سيمه قبضې کولو ته نه پريښودل کيږي"
دافغانستان ددفاع دوزارت مرستيال وياند محمد رادمنيش کابل کې خبريالانو ته ويلي " طالبان او نورې ترهه ګريزې ډلې به راتلونکو څو مياشتو کې په سيمه قبضې کولو ته نه پريښودل کيږي"

افغانستان کې دسختې يخنۍ موسم کې جګړه کې دکمي راوستو افغان امنيتي ځواکونه وايي هغوي به دسختې واورې او يخ موسم باوجود دطالبانو او تندروه ډلې داعش په ضد خپلو عملياتو کې تُندي راولي.

دافغانستان ددفاع دوزارت مرستيال وياند محمد رادمنيش کابل کې خبريالانو ته ويلي " طالبان او نورې ترهه ګريزې ډلې به راتلونکو څو مياشتو کې په سيمه قبضې کولو ته نه پريښودل کيږي"

دافغانستان په غرييزو سيمو کې ديخنۍ موسم راتللو سره پوځي عمليات سختيږي او په عمومي توګه دغلته دجګړې کچه راکميږي، تيرو کالونو کې طالب جنګيالي ديخنۍ موسم کې دپاکستان په لويديزو سيمو کې خپلو جوړو ځالو ته منتقل شوي، ترڅو ددغو ځايونو څخه بيا دسپرلي موسم کې يوځل بيا افغانستان ته دجګړې لپاره ورستانه شي.

خو سږکال تجزيه کار وايي طالبان په کاله دوه زره شپاړسم کې دخپلو لاسته راوړنو دنورو غزولو هيله لري، تيرکال طالبانو ټول افغانستان کې ګڼ محاذونه پرانستي وؤ، دحکومت په واک کې يې په ګڼو ولسواليو قبضه کړې او ديو شمير ولايتي سرښارونو دواک ترلاسه کولو دړکه يې کړې وه.

ددسمبر مياشت کې دطالبانو او حکومتي ځواکونو ترمينځ جنوب لويديز ولايت هلمند کې جګړه کې اضافه راغلې وه، دغلته تندلاري په دوو مرکزي ولسواليو کې فعاله دي، جګړه کې دغه چټکتيا دامريکايي پوځ دچارواکو دهاغه اعلان يو بنيادي عامل معلوميږي چې ويلي يې وو افغانستان کې دوه زره او درې سوه اضافي امريکايي عسکر ګمارلى شي، چې ورسره دغه هيواد کې دمجموعي امريکايي ځواکونو شميره ٩٨٠٠ؤ ته رسيدلې ده.

کابل کې ددفاع او کورنو چارو دوزارتونو چارواکي وايي په مجموعي توګه کال دوه زره شپاړسم کې افغان پوليسو او امنيتي ځواکونو ټول افغانستان کې ١٨٥٠٠ جنګيالي وژلي او ١٢٠٠٠ يې نور ژوبل کړي دي.

افغان ملي اردو تيره مياشت دګرمۍ موسم کې دپيل کړى شوو شفق په نوم دعملياتو ددوهم پړاو دپيل کولو اعلان کړى و، افغان ځواکونه دهيواد د٣٤و ولايتونو څخه هاغو ١٣و ته خپل پام ګرځوي چرته چې طالب جنګيالي او دداعش خراسان څانګه قوي ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG