لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کراچۍ پریس کلب په دیوال رسنیو او شان تاثیر په ضد نعرې


دا نعرې د پي اېس ټي ( پاکستان سني تحریک) او ټی اېل وايي (تحریک لبېک يارسول الله) نومې تنظیمونو لخوا لیکل شوي دي.
دا نعرې د پي اېس ټي ( پاکستان سني تحریک) او ټی اېل وايي (تحریک لبېک يارسول الله) نومې تنظیمونو لخوا لیکل شوي دي.

د کراچۍ پریس کلب په بهرني دیوال د جوړو شوو مدني فعالانو په انځورونو د سياسي مذهبي ډلو له خوا د ګواښونو کولو ترڅنګ د مذهب د سپکاوي په تور بنديوانې اسيه بي بي د تېزندي کولو او رسنیو ته د ګواښونو نعرې ليکل شوي دي .

د کراچۍ پرېس کلب په بهرني دېوال څو ورځې وړاندې د (ايي اېم کراچۍ) نومې غېر دولتي تنظیم لخوا د نومیالو ښځینه مدني فعالانو او یوې خبریالې انځورونه جوړ شوي وو، د شورو او زیارت په منځنۍ شپه کې په دغو انځورونو رسنیو ته او د مذهب د سپکاوي په کېس کې بندي اسیه بي بي او شان تاثیر په اړه د ګواښونو نعرې لیکل شوي دي.

په دغو انځورونو کې د دوه وژل شوؤ مدني فعالانو سبین محمود او پروین رحمان ، خبریالې زبېده مصطفي، د اردو ژبې یادې ډرامه لیکونکې فاطمه ثریا بجیه، او د ودانو نقشې جوړوونکې یاسیمن لاري انځورونه شامل دي.

دا نعرې د پي اېس ټي ( پاکستان سني تحریک) او ټی اېل وايي (تحریک لبېک يارسول الله) نومې تنظیمونو لخوا لیکل شوي دي.

د خبریالې زبېده مصطفی په انځور لیکل شوي په یهوي رسنیو لعنت، په نورو انځورونو هم دغه ډول نعرې او لاندې په یوه جمله کې ګواښ شوی چې شان تاثیر دې ونیول شوي پهانسي دې کړی شي،د دې ترڅنګ دا هم ویل شوي چې اسیه بي بي دې پهانسي کړی شي او خادم حسېن رضوي دې خوشی کړی شي.

شان تاثیر د پنجاب صوبې د پخواني وژل شوي ګورنر سلمان تاثیر زوی دی. سلمان تاثیر په کال ۲۰۱۱م کې د هغه ساتونکي ممتاز قادري په ډزو وژلی ؤ، په هغه د توهین مذهب د قانون په ضد او غېرمسلمانانو په حق کې د بیان ورکولو تور ؤ. شان تاثیر څو ورځې وړاندې په یو پېغام کې د اسیه بي بي په حق کې بیان ورکړی او د هغې وروستو د مذهبي ډلو لخوا په هغه د نیوکو لړۍ پېل شوې ده.خادم حسېن د شان تاثیر په ضد لاهور کې د مظاهرو په مهال نیول شوی ؤ.

د پريس کلب په بهرني دیوال جوړو انځورونو باندې د لیکل شوؤ ګواښونو او شعارونو په اړه سینئرخبریال اختر بلوچ وايي دغه نعرې او ګواښونه په ټولنه کې د سخت دریزه سوچ د موجودګۍ غمازي کوي.

((زمونږ په ټولنه کې انتهاپسندي د ضیاالحق د مارشل نه شروع شوې چې څنګه مونږ د افغانستان په جنګ کې شامل شوي وو، او هغې جګړې ته مونږ خلک ولېږو او هغه خلک چې بیرته راغله ځان سره يې یو مذهبي سوچ راوړو چې دوي ته د بلې فرقې یا ډلې سوچ نه دی قبول)).

اختر بلوچ زیاته کړه دلته په پاکستان کې روښان فکره نظر لرونکي، رسنۍ او د بشري حقونو دپاره کارکوونکي خلک د وړاندې نه د ګواښونو سره مخ دي او دا تازه عمل هم د هغې یوه کړۍ ده،

((ګواښونه خو د وړاندې نه موجود دي او خلک پکې هم وژل شوي دي، خو دا د کرکې یوه څرګندونه ده چې په ښکاره شوې او ټول هغه خلک چې په دې ملک کې یوه جمهوري او په مذهبي توګه ازاده ټولنه قایمول غواړي هغوي پکې په نخښه شوي دي)).

نوموړي زیاته کړه د دې سوچ د ختمولو دپاره په خپله پوهه لرونکي او مذهبي روښان فکره خلکو له کردار ادا کول پکار دي چې مېدان ته راووځي او د سخت دریزۍ په ضد غږ پورته کړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG