لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيوټن په امریکايي انتخاباتو باندې د اثرانداز کېدو امر کړی ؤ


راپور کې ویل شوي چې پيوټن او روسي حکومت د منتخب شوي صدر ټرمپ دپاره ډاګيزه منصوبه جوړه کړې وه.
راپور کې ویل شوي چې پيوټن او روسي حکومت د منتخب شوي صدر ټرمپ دپاره ډاګيزه منصوبه جوړه کړې وه.

د جمعې په ورځ ښکاره کړی شوي د امریکايي استخباراتو په تازه (ډي کلاسیفائيډ) راپور کې ویل شوي چې د روس صدر ولاديمیرپيوټن امریکايي انتخاباتو باندې د آن لائن لارې اثرانداز کېدو امرکړی ؤ.

دغه راپور چې منتخب صدر ډونلډټرمپ ته په سرکاري کچ د احوال تېرولو په مهال په څو ساعتو کې خپور کړی شوی پکې ویل شوي دي د روس استخباراتي ادارو د کال ۲۰۱۶م د انتخاباتو سره اړونده اهداف په ضد سائبر عملیات کړي چې پکې دواړه سیاسي ګوندونه شامل دي.

راپور کې ویل شوي چې (مونږ ته نور مالومات ترلاسه شوي چې پيوټن او روسي حکومت د منتخب شوي صدر ټرمپ دپاره ډاګيزه منصوبه جوړه کړې وه).

په دې ویل شوي چې (مونږ دا اندازه هم لګولې ده چې د پيوټن او روسي حکومت دا خواهش ؤ چې د منتخب شوي صدر د انتخاب په امکاناتو کې ملاتړ وشي او که چې چرته ممکن وي پخوانۍ خارجه وزیره هېلري کلنټن بدنامه کړی شي اوهېلري د خلکو په نظر کې د ټرمپ په مقابله کې سمه ښکاره نه کړی شي).

د راپور ترمخه د پيوټن د لویدیځ د سیاستوالو مشرانو سره یو ځای د کار کولو تجربه لري او د هغوي کاروباري ګټې دوي د روس سره لېن دېن ته چمتو کوي.

ماسکو سره د نزدې والي نه وړاندې د روس لخوا د پېغام رسولو حکمت عملي پېلېږي، او په هغې کې استخبارات پټ چلند کوي، لکه سائبر کارونه، د کوم په شا چې د روس د دولتي ادارو هلې ځلې شامل وي، او په هغو کې د رسنیو دپاره د دولت لخواد پيسو وړاندیز، د منځګړي د کردار ادا کوونکی لرې فریق او د ټولنیزو رسنیو د اجرت صارفین شامل دي.

د انتخاباتو د ورځې نه وروستو په راپور کې ویل شوي چې د روس استخباراتو د (اسپیئر فشنګ) مهم پېل کړی او په هغې کې د امریکا د حکومت کارکوونکي په هدف شوي چې د ملي امنیت، دفاع او بهرنو چارو د پالیسۍ سره اړونده ادارې، د امریکې تهنک ټینکس او غېر دولتي تنظیمونه شامل دي.

د راپور نه مالومه شوې چې د وکي لیکس د لارې شوو انکشافاتو کې کومه د جعل سازۍ کوم ثبوت په لاس نه دی راغلی.

راپور کې ویل شوي چې (ځینې ثبوتونه په لاس راغلي) چې پکې د روس پوځي استخباراتي ادارې (جي آر يُو) مواد ښکار ه کړي کوم چې هغوي د ډیموکریټک نیشنل کمېټۍ او سینئر ډيموکريټک چارواکو نه اخستي او وکي لیکس ته یې سپارلي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG