لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مدني ټولنې فعال سلمان حېدر لا بې درکه دی


د مدني فعال پروفېسر سلمان حېدر د خوشي کېدو وروستو د ټولنیزو اړیکو په ویب پاڼو د هغه د بې درکۍ او خوشي کولو به اړه تود بحث روان دی.
د مدني فعال پروفېسر سلمان حېدر د خوشي کېدو وروستو د ټولنیزو اړیکو په ویب پاڼو د هغه د بې درکۍ او خوشي کولو به اړه تود بحث روان دی.

د پاکستان پلازمينې اسلام اباد نه د جمعې په ماښام بې درکه شوی مدني فعال، د فاطمه جناح وومن پوهنتون استاز او د اردو ژبې یاد شاعر پروفېسرسلمان حېدر تراوسه بې درکه دی.

د مدني فعال پروفېسر سلمان حېدر د بې درکه کېدو وروستو د ټولنیزو اړیکو په ویب پاڼو د هغه د بې درکۍ او خوشي کولو به اړه تود بحث روان دی.

د سلمان حېدر ورور فرازحېدر رسنیو سره په خبرو کې ویلي، ورور يې په بېلابیلو ناروغتیاګانو اخته دی او د دوایانو خوړو پرته يې ژوند ګران دی.

سلمان حېدر چې تعلق یې د شیعه مسلک سره دی د جمعې په شپه د اسلام اباد د بني ګاله سیمې څخه بې درکه شوی او تراوسه د هغه د بې درکۍ زمه واري چا هم نه ده منلې.

نوموړي مدني فعال به د (تنقید) په نوم یو بلاګ هم لیکلولو او په خپل لیک کې به یې د پاکستان په استخباراتي ادارو هم ټکونه کول.

د پاکستان د کورنو چارو مرکزي وزیر چوهدري نثارعلي خان د سلمان حېدر د راخوشي کولو دپاره پولیس او نورو اړونده ادارو ته هدایات ورکړي ولې تراوسه پورې د هغه څه پته نه لګېدلې.

مدني فعال پروفېسر په داسې مهال بې درکه شوی چې په پاکستان کې د بشري حقونو کارمندان وايي د ریاستي ادارو او مذهبي تُندلارو نه ورته ګواښونه کيږي.

د نوموړي د بې درکۍ په ضد او راخوشي کولو دپاره د مدني ټولنې سره تړاؤ لرونکو، خبریالانو او نورو خلکو د ټولنیزو اړیکو په ویب پاڼو تود بحث پېل کړی دی.

د ټولنیزو اړیکو په ویب پاڼه د سلمان حېدر د خوشي کولوپه نوم ټرینډ هم چليږي.

د پاکستان وتلي خبریال حامد میر په ټویټر د سلمان حېدر د عکس سره په خپل پېغام کې لیکلي،

(هغه به تل د بې درکه خلکو دپاره غږ پورته کوو او نن په خپله د اسلام اباد نه بې درکه شو).

مدني فعال جبران ناصر لیکلي (مونږ د حکومت نه غوښتنه کوؤ چې د سلمان حېدر خوشي کېدل یقيني کړي).

مدیحه عباس نقوي او نادیه حېدر هم په خپلو پېغامونو کې لیکلي، چا چې به د نورو د بې درکۍ په ضد غږ پورته کوؤ نن هغه بې درکه شو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG