د افغانستان سره په پوله پرته د پاکستان قبايلي سيمه باجوړ ایجنسۍ کې یوه ځايي مشر باندې بمي چاؤدنه شوې او مشر پکې ژوبل شوی دی.
د باجوړ ایجنسۍ د ناوګۍ مرستيال پولیټیکل ایجنټ طارق الله خان د پېښې په اړه ډیوه ریډیو ته ویلي دغه پېښه نن د جمعې په ورځ د ماموند تحصیل په کمرسر علاقه کې په داسې حال کې رامنځته شوې چې ملک رؤف خان په خپل ګاډي کې بازار ته روان ؤ.
د چارواکو په وینا د ملک ګاډی د سړک په غاړه ښخ کړی شوي بم کې په نخښه شوی دی.
د پولیټیکل انتظاميې چارواکو ویلي پېښه کې ملک ژوبل شوی او ګاډی يې په مکمله توګه تباه شوی دی.
د ماموند تحصیل کمرسر علاقه د افغانستان پولې ته بيخې جوخته پرته ده.
د تازه پېښې زمه واري چا نه ده قبوله کړې ولې د ژوبل شوي ملک پلار ملک شاه جهان د طالبانو لخوا وژل شوی ؤ.
که څه هم په قبایلي سیمه کې د ترهګرۍ پېښې کمې شوي ولې بیا هم دغلته وخت په وخت په بریدونو کې ځايي مشران او امنیتي سرتيري په هدف کيږي.
د روانې میاشتې په سر کې هم په ماموند تحصیل کې یوه بمي چاؤدنه د لیويز ځواک یو عسکر وژل شوی ؤ.