لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په نړیوال کچ له نیوکو وروستو پاکستان کې دبې درکه کسانو د پیدا کولو اشاره


د پاکستان پلازمینې اسلام اؤ لاهور څخه پینځه مدنې فعالین د وقاص ګورایا،عاصم سعید،سلمان حیدر اؤ احمد رضا په نومونو بې درکه شوی
د پاکستان پلازمینې اسلام اؤ لاهور څخه پینځه مدنې فعالین د وقاص ګورایا،عاصم سعید،سلمان حیدر اؤ احمد رضا په نومونو بې درکه شوی

د پاکستان د کورنو چارو وزیر چوهدري نثارعلي خان وایي اسلام اباد نه د پورته کړی شوؤ مدني فعالانو د راخلاصولو ذمه واري د هیواد امنیتي اؤ استخباراتي شبکو ته سپارل شوې ده اؤ ځینې خبرې پرمخ روانې دي خو دهغې اعلان به ددغو کسانو د راخلاصولو څخه وروستو کولی شي.
هغه دغه خبرې پاکستان څخه د مدنې فعالانو په ورکیدو د امریکا اؤ برطانیې لخوا د اندیښنې ښودل کیدو څخه وروستو د خالي په ورځ خبریالانو سره خبرو کې کړي دي.
ښاغلي نثار ویلی دی ټول خلک اؤ د بې درکه کسانو کورنۍ باید په دې پوهه وي چې دا یوه سنجیده پيښه ده اؤ تل ته یې رسیدو کې وخت ته اړتیا ده خو مونږ بیا هم هڅه کوؤ چې ټول بې درکه کسان زر تر زره پیدا اؤ خپلو کورنو ته یې وسپارو.
تیره اوونۍ د پاکستان پلازمینې اسلام اؤ لاهور څخه پینځه مدنې فعالین د وقاص ګورایا،عاصم سعید،سلمان حیدر اؤ احمد رضا په نومونو بې درکه شوی .
په نړیوال کچ په سوشل میډیا داسې ګنګوسې روانې دي چې دغه کسان د پاکستان استخباراتي ادارو له دې امله پورته کړي چې پاکستان کې یې لږکیو یا اقلیتونو سره د کیدونکي زیاتي په ضد مبارزه کوله اؤ په سوشل میډیا یې د حکومتي پالیسو په ناکامو اړخونو نیوکې کولې .
تیره ورځ د پاکستان په سینیټ کې هم دا غوښتنه شوې وه چې استخباراتي ادارې دې هم د قانون لاندې راوستل شي.
د پاکستان پیپلز پارټۍ سناتور فرحت الله بابر سینیټ کې ویلي وؤ چې د بلوچستان نه د بې درکه کړل شوؤ‌خلکو مړي موندل کیږي اؤ د هغوئ کورنۍ ددغو بې درکو اؤ وژنو په ضد مقدمې ځکه نه درج کوي چې ورته معلومه ده ریاست په دغه اړوند هیڅ هم نه کوي.
خبریالانو سره خبرو کې د کورنو چارو وزیر دا هم وویل چې د پوځي عدالتونو د مودې دپراخه په معامله ترسره شوې غونډه کې سیاسي ګوندونو وخت غوښتی دی.
هغه وویل چې د پوځي محکمو بنیادي مقصد د ترهګرو خپل منطقي انجام ته رسؤلو دپاره یو بیړنی نظام منځته راوړل دي اؤ په راتلونکو څو ورځو کې به په ډاګه شي چې ددغه معاملې څخه څه جوړیږي.
د پاکستان دننه یو شمیر سیاسي ګوندونه اؤ د بشري حقونو دپاره کارکوونکي تنظیمونه په پوځي عدالتونو کلکې نیوکې لري اؤ وایي هرکله چې په هیواد کې یو عدالتي نظام د مخکې نه موجود دی نو بیا پوځي عدالتونو ته څه اړتیا ده.
په دغو پوځي محکمو د بشري حقونو څخه د سرغړونې تورونه هم مخې ته راغلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG