د ترکي مال وړونکي الوتکه نن د ګل په سهار د کرغزستان د مرکزي هوايي ډګر سره نزدې غورځېدلې او پېښه کې د ماشومانو په ګډون ۳۲ کسان وژل شوي دي.
د کرغزستان چارواکو ویلي الوتکه په ابادۍ دپاسه غورځېدلې ځکه په ځمکه يې ۱۵ کسان وژلي دي. راپورونه وايي پېښه کې په مړه شوؤ کې د الوتکې څلور پایلټان هم شامل دي.
بوئنګ ۷۴۷ الوتکه د پلازمينې بیشکک نه ۲۵ کلوميټره لرې د مناس هوايي ډګر سره نزدې د داچاسو په کلي غورځېدلې ده.
د هوايي ډګر د چارواکو په وینا الوتکه نه د هانګ کانګ نه استنبول ته روانه وه او په مناس هوايي ډګر د لږ ساعت دپاره کوزېده چې د پېښې ښکار شوه.
د کرغزستان د بېړنیو مرستو وزارت ویلي الوتکې د کلي ۱۵ کورونه ویجاړ کړي دي.
د پېښې وروستو د مناس هوايي ډګر تړل شوی دی.