لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرپښتونخوا سره د فاټا یو کېدو اقتصادي ګټې


سیمینار کې پوهانو ویلي چې په قبایلي سيمه کې د تعلیم، صحت او روزګار وضع بوږنوونکې ده،
سیمینار کې پوهانو ویلي چې په قبایلي سيمه کې د تعلیم، صحت او روزګار وضع بوږنوونکې ده،

د قبایلي سیمو د خېبرپښتونخوا سره یو ځای کېدل به د فاټا د اقتصادي پراختیا دپاره وړومبی ګام وي او پوهان وايي په دغسې کېدو سره د ملک شاته پاتې شوې سیمه به پرمختګ وکړي او د فاټا د اولس ژوند به ورسره ښه شي.

د پېښور پوهنتون د فاټا ریسرچ سنټر د سیوري لاندې د قبایلي سیمې په اړوند جوړ دوه ورځني سیمینار کې اقتصاد پوهانو، د پوهنتونونو استازانو او زده کوونکو برخه اخستې او په موضوع یې ګټور بحثونه کړي دي.

د معاشي چارو کار پوهه او هري پور پوهنتون وایس چانسلر ډاکټر ناصر علي وویل پکار ده چې قبایلي سیمې ته اجازت ورکړی شي چې د افغانستان او منځني اسیايي هېوادونو سره پراخه تجارت وکړي او که چرته دغه سیمه د خېبرپښتونخوا سره شاملول کيږي نو د ۷۰ کالو د محرومو په سترګه ورته کتل پکار دي.

د نوموړي په وینا څومره چې د پاکستان او افغانستان په پوله تجارتي مرکزونه او تلو راتلو لارې زیاتې وي دا د تجارت دپاره ښه دي او یواځې د افغانستان نه بلکې منځني اسیايي هېوادونو ته قبایلي سیمه تر ټولو لنډه لار ده.

هغه وویل پاکستان افغانستان سره د ۵ نه تر ۶ اربه ډالرو پورې خپل تجارت سېوا کولی شي، په دې کې ډېر په غېر قانونه توګه ترسره کیږي او په دې کې به قانوني تجارت د قبایلي سیمو په ګټه وي.

وایس اف امریکا ډیوه ريډیو سره په خبرو کې نوموړي وویل (( قبایلو ته به هنر زده کول، تعلیم ورکول، یونیورسټیانې، سړکونه او هسپتالونه جوړول وي، یواځې په دې به ونه شي چې پښتونخوا او قبایلي سیمې دې شریکې شي او په اېن اېف سي کې به یې درې فیصده برخه زیاته شي، د دغه سیمې د ۷۰ کالو محرومي ختمول یو کوټلی پېکج غواړي)).

سیمینار ته په وینا کې د پېښور پوهنتون د سیاسیاتو استاز حسېن شهید وویل د اقتصاد او پرمختګ په لاره د خېبرپښتونخوا او قبایلي سیمو یو کول وړومبی ګام دی.

د نوموړي په وینا (( د پښتونخوا او قبایلي سیمو شریکولو اوله ګټه به دا وي چې د پښتونخوا ابادي ډېره او ځمکه کمه ده د قبایلي سیمو شریکولو سره به ځمکه ډېره شي او د ابادۍ سره به یې شرح توله شي، بل د پښتونخوا د نورو سیمو خلکو ته به د افغانستان سره اړیکې نزدې شي ځکه چې اول خو به یې قبایلي سیمه په منځ کې وه او دغه فاصله لرې وه د دواړو یو کېدو سره به خلک وګوري چې دا اړیکې او اقتصاد څومره وده کوي)).

د خېبرپښتونخوا د کورنو چارو پخوانی سېکتر او د پولیس اوسنی مرستیال انسپکټر جنرال اختر علي شاه وايي په قبایلي سیمه کې د وروستیو عملیاتو نه پس چې دغلته امن راغلی دغه سیمه اوس معاشي ګټو او روزګار ته اړتیا لري.

نوموړي وویل د یوې سیمې مواصلاتي نظام چې ویجاړ شي سکولونه يې تباه شي خلک په لویه شمېره کې کډې وکړي هلته پرمختګ ګران شي، خو چې په قبایلي سیمو کې اوس امن راغلی هغه خلک (ترهګر) د مینځه لرې کړی شوي پکار ده چې د معدنیاتو (قدرتي وسایلو) نه ډکه قبایلي سیمه د خپلو وسایلو نه ګټه پورته کړي.

سیمینار کې پوهانو ویلي چې په قبایلي سيمه کې د تعلیم، صحت او روزګار وضع بوږنوونکې ده، پکار ده چې د دغه سیمې د اصلاحاتو روان عمل اوس سرته ورسول شي او د سیمې راتلونکی ښه کړی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG