لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان سفیر :د ټرمپ حکومت باید پاکستان د ترهګرو ځالو ختمولو ته اړ کړي


هغه وايي افغانستان او امريکا ګډې ګټې لري، ترهګرۍ سره مبارزه او اقتصادي همکاري به د نوي امريکايي حکومت دایجنډې په سر کې وي
هغه وايي افغانستان او امريکا ګډې ګټې لري، ترهګرۍ سره مبارزه او اقتصادي همکاري به د نوي امريکايي حکومت دایجنډې په سر کې وي

په واشنګټن کې د افغانستان سفير ښاغلی حمدالله محب وايي د نړۍ ٩٨ ترهګرو ډلو څخه يې ٢٠ ډلې د افغانستان او پاکستان په ګډه سيمه کې فعاليت کوي ، دغو ډلو ته د ماتې ورکولو لپاره د امريکا او افغانستان ګډه همکاري تر بل هر وخته اوس ډېره ضروري ده.
هغه وايي افغانستان او امريکا ګډې ګټې لري، ترهګرۍ سره مبارزه او اقتصادي همکاري به د نوي امريکايي حکومت دایجنډې په سر کې وي.
د شورو په ورځ د افغانستان خبري شبکې پژواک د امریکایي سفیر له خولې لیکلي چې امريکايي ديپلوماټانو او د راتلونکي نوي امريکايي حکومت د نزدې کسانو سره يې ليدلي، خو تر اوسه دا څرګنده نه ده چې د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ د امريکا نوى حکومت به د افغانستان په اړه څه ډول تګلاره ولري؟
امریکا سره په ګډه د ترهګرۍ په ضد د مبارزې دغه څرګندونې افغان سفیر په داسې حال کې کړي چې د افغان صدر اشرف غني تیره ورځ د پاکستان د پوځ سرلښکر سره ټیلیفوني خبرو کې په واضحه ټکو ویلی وؤ چې افغانستان کې د وروستو بریدونو عاملین په پاکستان کې پټ دي.
د هغه په وينا، د امريکا نوى حکومت بايد پر دې کار وکړي چې پاکستان د ښو او بدو ترهګرو ترمنځ توپير ونه کړي او د دوى خوندي ځالې له منځه يوسي.
محب زياتوي "امريکا په پاکستان ډېر اثرلري هيله لرو چې نوى حکومت به دخپل دغه اثر څخه په استفادې په پاکستان فشار راوړي ، چې دا کار به په پاک- افغان سيمه کې د امريکا او افغانستان ګډو موخو سره چې سوله او ثبات ده، همکاري هم وکړي"
په مسکو کې د افغانستان په اړه د وروستۍ غونډې او د افغان حکومت د اندېښنو په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې محب وايي چې افغان حکومت د سيمه ييزې اجماع په رامنځته کولو کار کوي ، څو په سيمه کې د هېوادونو ترمنځ مثبتې همکارۍ او پرمختګ ته وده ورکړل شي.
هغه وايي، افغانستان هېـڅکله چاته ددې اجازه نه ورکوي چې خاوره يې د نورو هېوادونو د نيابتي جګړې او اختلافاتو په ميدان بدله شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG