د امریکا نوي صدر ډونلډټرمپ د سوګند پورته کولو د مراسمو په مهال خپله وړومبۍ وینا کې ویلي امریکايي ګټو ته لومړیتوب ورکوي.
ډونلډټرمپ د سوګند پورته کولو دپاره راجوړې دستورې ته په وینا کې ویلي (د نن نه وروستو به د ملک نظام د یوې تګ لاندې چلوي اوهغه به دا وي چې ـ امریکا د ټولو نه وړومبۍ).
نوموړي په خپله وینا کې ویلي (خپل پخواني اتحادیان به پیاوړي کوي او نوی اتحاد به جوړوي، مذهبي نړۍ به د تُندلارو ترهګرو په ضد یو ځای کوي او د نړۍ مخ به ترې پاکوي).
ډونلډټرمپ چې د امریکا د ۴۵ م صدر په توګه سوګند پورته کړی ویلي يې دي (مونږ د نورو ملکونو پولې ساتو او په خپله دفاع کې پاتې راغلي یُو).
د کانګرس د ودانۍ مخې ته په راجوړه غټه دستوره کې د سترې محکمې مشر قاضي جسټس جان رابرټس د ډونلډټرمپ نه سوګند واخستو، په دستوره کې تلونکي صدر باراک اوباما د هغه مېرمن مشیل اوباما، پخواني صدر بل کلنټن د هغه مېرمن هېلري کلنټن، جارج ډبیلو بش مېرمن يې لورا بش او جمي کارټر اوروزلېن کارټرهم ګډون درلود.
نوموړي په خپله وینا کې ویلي (واشنګټن خوشحاله شوی خو اولس يې محرومه پاتې شوی، سیاستوال خوشحاله شوي خو د روزګار موقعې نه دي برابر کړی شوي او کارخانې بندې شوي دي).
نوموړي دا هم ویلي ( د تجارت، ټېکسونو، ایمیګرېشن او بهرنو چارو په اړوند هره فېصله به يې د امریکايي کارکوونکو او کورنو په ګټه وي).
هغه د سوګند دستورې ته د امریکا تاریخي موقع ویلي او زیاته کړې يې ده چې نن د یوې ډلې نه بلې ته نه بلکې طاقت به د واشنګټن نه اولس ته منتقل شي.
ډونلډټرمپ په خپله وینا کې د بهرنو چارو په اړوند لږې خبرې کړي دي.
له دې وړاندې مرستیال صدر مائیک پینس د مرستیال صدر په توګه سوګند پورته کړی.
د سوګند د دستورې وروستو باراک اوباما او د هغه مېرمن مشیل اوباما د دغه ځایه په هیلي کاپټر کې تلي دي.
وروستو صدر ډونلډټرمپ د هغه مېرمن خاتون اول میلاني ټرمپ د خپلو بچو سره د پرانستې پرېډ هم کتلی دی.
د نوموړي د سوګند دستورې په مهال واشنګټن کې او د ملک نورو ښارونو کې مظاهرې هم شوي دي.
د واشنګټن پولیسو ویلي په ټوله ورځ کې د مظاهرو په مهال ۲۱۷ کسان نیولي دي.