لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان په غبن کوونکو ملکونو کې په ۱۱۶ نمبر دی


په ۱۷۶ ملکونو کې تر ټولو کم غبن په ډنمارک او نیوزي لېنډ کې شوی دی.
په ۱۷۶ ملکونو کې تر ټولو کم غبن په ډنمارک او نیوزي لېنډ کې شوی دی.

د غبن په ضد کارکوونکې غېر دولتي نړیوال سازمان ټرانپرنسي انټرنیشنل په خپل کالیز راپور کې ویلي چې په کال ۲۰۱۶م کط پاکستان په غبن کوونکو ۱۷۶ ملکونو کې په ۱۱۶م نمبر او افغانستان په ۱۶۹م نمبر دی.

د راپور ترمخه د کال ۲۰۱۵م په پرتله افغانستان پينځه او پاکستان دوه درجې ښه شوی دی خو څیړونکي وايي پاکستان کې د غبن په لړ کې ترسره شوی کمی د نشت برابر دی.

د ټرانسپرنسي انټرنیشنل ترمخه په کال ۲۰۱۵م کې د پاکستان سکور یا نمبرې ۳۰، په ۲۰۱۴م کې ۲۹ او په ۲۰۱۶م کې ورته ۳۲ نمبرې ورکړی شوي دي.

دغه ډول افغانستان ته په کال ۲۰۱۴م کې ۱۲، په ۲۰۱۵م کې ۱۱ او په ۲۰۱۶م کې ورته ۱۵ نمبرې ورکړی شوي دي.

د پاکستان ګاونډي هېوادونه هند او چین دواړه په ۷۹م نمبر دي او دواړو ته ۴۰ نمبرې ورکړی شوي دي چین درې نمبرې او هند دوه نمبرې ښه شوی دی.

د راپور ترمخه په ۱۷۶ ملکونو کې تر ټولو کم غبن په ډنمارک او نیوزي لېنډ کې شوی او دواړو ته ۹۰ نمبرې ورکړی شوي دي، او تر ټولو زیات غبن کوونکو ملکونو کې صومالیه په وروستي نمبر ده او ۱۰ نمبرې ورته ورکړی شوي دي جنوبي سوډان په ۱۷۵نمبر او ۱۱ نمبرې ورته ورکړی شوي دي.

د سازمان په راپور کې که څه هم د پاکستان نمبرې ښې شوي خو څيړونکي وايي پاکستان کې د غبن د مخنیوي په لړ کې د نشت برابر کار شوی دی.

په پاکستان کې د سازمان صلاح کار عادل ګيلاني ډیوه ریډیو سره په خبرو کې ویلي، ( پاکستان د مخکني کال د ۳۰ نه ۳۲ نمبرو ته راغلی خو دا ډېر خراب حالت دی د ښه هېوادونو ۶۰، ۷۰ او ۹۰ نمبرې دي او د دغو نمبرو په بنیاد نړیوالې ادارې هېوادونو ته قرضې ورکوي).

نوموړي زیاته کړه پاکستان کې د غبن دغه حالت ته په کتو دلته بهرني سرمایه کار نه راځي، او دې سره پاکستان کې بهرنۍ سرمایه کاري کال په کال کميږي ځکه چې بهرني سرمایه کار په پاکستان باور نه کوي.

عادل ګېلاني وايي د باور سېوا کولو دپاره به پاکستان ته د غبن په ضد ګامونه پورته کول وي.

د نوموړي په وینا پاکستان به د غبن کمولو په اړوند د تشو خبرو او ادعاؤ کولو په ځای عملي ګامونه پورته کوي او د احتساب قامي اداره (نېب) به ښه کوي.

پوهان پاکستان کې د غبن په ضد کار کوونکي د نېب ادارې په قانون او تګ لاره هم نیوکې کوي او په وروستیو کې د بلوچستان صوبې د خزانې پخواني سېکتر مشتاق رئیساني کېس د بېلګې په توګه وړاندې کوي.

په مشتاق رئیساني د ۴۰ اربه روپو د غبن کولو تور ؤ، خو د نېب د خپل قانون (پلی بارګین) د لارې د دوه اربه ورکولو په بدل کې په رئیساني د مقدمې ختمولو خوښي څرګند کړی شوې وه.

څیړونکې وايي د غبن دغه ډول نورو ډېرو مقدمو هم د وخت سره سره خوړلی او تش نوم يې پاتې شوی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG