د پاکستان د بلوچستان ایالت د لورالايي پوځي چاوڼۍ کې اوسیدونکي پښتانه د پوځ لخوا ددوئ د خپلو کورونو څخه د ویستلو پسر د تیرې یوې میاشتې راهسې پلازمینه اسلام اباد کې په احتجاجي ناسته بوخت دي.
دغو پښتنو ګواښ کړی چې که چرې پوځ د دوئ د بې کوره کولو پریکړه بیرته وانه خسته نو دوئ به په اجتماعي ډول خود سوزي وکړي.
بلخوا په پاکستان کې د واکمن ګوند مسلم لیګ ائتلافي ګوند سناتور ښاغلی عثمان کاکړ وایي چې په احتجاج د بوختو دغو مظاهره چیانو لویې جرم دادی چې دوئ پښتانه دي ځکه له یوې میاشتې راهسې اسلام اباد کې بې اسرې پراته دي اؤ څوک یې پوښتنه نه کوي.
دبلوچستان د لورالایي سیمې رساله لائن کې میشته لږ ترلږه څلورو سوؤ کورنیو ته دپاکستان پوځ امر کړی چې خپل کورونه خالي کړي چې ددغه پوځي امر په ضد یو شمیر کورنۍ پلازمینې اسلام اباد ته ورټولې شوي اؤ دغلته د یوې میاشتې راهسې روزانه احتجاجي ناسته کوي.
د پوځ د ماتحت ادارې ایف سي د حکم نه متاثره یو تن امیرزمان وائس اف امریکه ډیوه راډیو ته ویلي چې که دغه امر بیرته وانه خستل شي اؤ غوښتنې یې ونه منل شي نو دوئ به د انتها تر بریده خپل احتجاج غځولو باندې هم سرپه ونه کړي.
د اسلام اباد پریس کلب مخې ته کیدونکي دغه احتجاج کې پښتنې میرمنې اؤ ماشومان هم شامل دي.
په دغه احتجاج کې شریکې یوې میرمنې ډیوه ریډیو ته ویلي "دوئ خو مونږ سره داسې سلوک کوي لکه چې مونږ پاکستانیان نه چرته د بل ملک خلک یو
مظاهره چیان وایي چې دوئ د صوبې وزیراعلی، ګورنر اؤ نورو چارواکو ته خپل فریاد رسولی اؤ "دځینو سیاسي ګوندونو مشرانو هم ورسره تماس نیولی دی خو چا ورسره هم انصاف ونه کړی شو.
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سناتور ښاغلي عثمان کاکړ وائس اف امریکه ډیوه راډیو سره خبرو کې ویلي هغوئ ددغو اغیزمنو خلکو معامله په اړونده فورم راپورته کړې ده.
خو هغه وایي چې حکومت ،پوځ اؤ سیاستدانان ځکه د هغوئ په خبره غوږ نه ګروي چې د لورالایي د متاثرینو ستر جرم دادی چې دوئ پښتانه دي
په احتجاج د بوختو پښتنو مظاهره چیانو وینا ده چې دوئ په دغه سیمه کې د تیرو پنځوسو کالو راهسې میشته دي اؤ په کال ۱۹۸۸م کې د هاغه وخت وزیراعظم په ټول هیواد کې کچه ابادیو ته د دائمي حیثیت ورکولو حکم کړی ؤ چې ددغه حکم په اساس د دوئ کورونو ته هم دائمي حیثیت ترلاسه شوی ؤ خو اوس یو پوځ یو ناساپه دوئ ته د خپلو کورونو خالي کولو نوټسونه جاري کړي دي.
دغو متاثرینو د وزیراعظم اؤ دپوځ د سرلښکر څخه غوښتنه کړې ده چې د دوئ سره د کیدونکي زیاتي دې په سمدستي ډول نوټس واخلي اؤ دکورونو د خالي کولو د نوټسونو بیرته د اخستو امر دې وکړي ګنې په بل صورت کې به دوئ په اجتماعي ډول ځانونو ته اور پورې کړي
پیر ولایت شاه —
1