لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاله يوسفزۍ وايي دمهاجرينو په اړه دټرمپ په ګام يې”زړه مات شوى“


 دټولنيزو رابطو په ويب پاڼه فيسبک خپل يو بيان کې دنوبيل انعام ګټونکې ملالې ويلي” په دې خبره مې زړه مات شوى چې نن ولسمشر ټرمپ په هاغو ماشومانو، ميندو او پلارانو دروازې بندوي څوک چې دتشدد او جګړې څخه تښتي“
دټولنيزو رابطو په ويب پاڼه فيسبک خپل يو بيان کې دنوبيل انعام ګټونکې ملالې ويلي” په دې خبره مې زړه مات شوى چې نن ولسمشر ټرمپ په هاغو ماشومانو، ميندو او پلارانو دروازې بندوي څوک چې دتشدد او جګړې څخه تښتي“

په نړيواله کچه د زنانه ؤ د تعليمي حقونو لپاره غږ پورته کوونکې دخېبرپښتونخوا سوات سيمې سره تعلق لرونکې پښتنې ملالې يوسفزئ ويلي دامريکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ په هاغه انتظامي حکمنامه يې” زړه مات شوى“ چې پکې امريکا ته د داخليدونکو مهاجرينو دنوې څارنې غږ شوى دى.

دټولنيزو رابطو په ويب پاڼه فيسبک خپل يو بيان کې دنوبيل انعام ګټونکې ملالې ويلي په دې خبره مې زړه مات شوى چې نن ولسمشر ټرمپ په هاغو ماشومانو، ميندو او پلارانو دروازې بندوي څوک چې دتشدد او جګړې څخه تښتي

ملالې ويلي په دې خبره مې زړه مات شوى چې امريکا کډوالو او مهاجرينو ته دهرکلي ويلو خپل وياړلي تاريخ ته شا کوي

بيان کې هغې دا هم ويلي چې په دې خبره مې زړه مات شوى چې شامي مهاجرين، چاته چې ديوې داسې جګړې له امله تر شپږو کالونو تکليف رسيدلى چې پکې دهغوي خپل هيڅ قصور نشته، دامتيازي سلوک لپاره بيلولى شي

هغې دامريکا په ولسمشر ټرمپ غږ کړى چې او هغه څخه يې غوښتنه کړې ده چې په ټوله نړۍ کې دبې باورۍ او ناقرارۍ په دې شيبه کې دې دنړۍ ترټولو بې دفاع ماشومانو او کورنو ته شا نه ګرځوي.

که هر څو دسپينې ماڼۍ لخوا دټرمپ دانتظامي حکمنامې په اړه تر دې دمه نور جزيات مخې ته نه دي راغلي، داوسنو ورځو راپورونه ښايي امريکا به دايران،سوډان، ليبيا، صوماليه، يمن او عراق په ګډون دګڼو اسلامي هيوادونو څخه راتلونکو کسانو لپاره دويزو جاري کولو اودروي.

په ډاګه دې وي چې دامريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په دوو انتظامي حکمنامو لاسليک کړى چې مقصد يې دامريکا امنيت ښه کول دي، چې پکې ترټولو زياته مهمه هاغه ده کومه چې امريکا ته دنامعلومه مودې لپاره دشامي مهاجرينو داخله محدودوي.

ټرمپ په دغو حکمونو لاسليک پينټاګون کې کړى، چرته چې هغه ددفاع دوزير جيمس ميټس دلوړې کولو يوه دستوره کې ګډون کړى،دولسمشر ددغه ګام څخه سمدستي وروستو مظاهرينو دنيويارک ښار دمرکزي وفاقي دفتر دودانۍ ترڅنګ مظاهره کړې ده.

" امريکا ته دخارجي ترهه ګرو دداخلې څخه دقام ژغورلو" په نوم انتظامي حکمنامه کې د" ځانګړې انديښنې دهيوادونو" د ولسي وګړو دويزو او کډوالۍ دنورو ګټو دمعطل کولو غږ شو يدى.

ددغه امر لپاره دعلت په توګه دستاويز کې په نيويارک او واشنګټن ديوولسم ستمبر، کال ٢٠٠١ء دبريدونو حواله ورکړى شوې،دغه بريدونه هاغو ١٩و خارجيانو ترسره کړي وو کومو چې امريکا ته دداخلې لپاره پرته له کوم مشکل څخه ويزې ترلاسه کړې وې،، دې کې دتيرو پينځلسو کالونو په مهال دهاغو خارجي وګړو لخوا دترهه ګرۍ سره دتړلو جرمونو حواله هم ورکړى شوې څوک چې امريکا ته د طالب علمانو يا عارضي خواري کښو په توګه داخلې لپاره يې خپلې لنډ مهاله ويزې کارولي يا دمهاجرينو په توګه يې امريکا کې دميشته کيدو غوښتنه کړې.

حکمنامه کې ويل شوي " دجګړې، شخړې، افت او خانه جنګۍ دناقرارۍ له امله په ځينو هيوادونو کې خرابيدونکي حالات دا امکان سيوا کوي چې ترهه ګر به امريکا ته دداخلې لپاره هره ممکنه ذريعه وکاروي" او په امريکايي سفارتي چارواکو غږ شوى چې دويزو ورکولو څخه دمخه دې دزياتې بيدارۍ او احتياط څخه کار واخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG