لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي عدالت د ټرمپ حکمنامه په موقتي ډول ودرولې ده


د صدر ټرمپ د دغه حکمنامې په ضد د امریکا په بېلابیلو ښارونو کې غټې مظاهرې هم شوي دي،
د صدر ټرمپ د دغه حکمنامې په ضد د امریکا په بېلابیلو ښارونو کې غټې مظاهرې هم شوي دي،

د امریکا یو عدالت د صدر ډونلډ ټرمپ په هغه حکمنامه په موقتي ډول عمل کول ودرولي دي په کومه کې چې د امریکا په هوايي اډو باندې د اووه ؤ مسلمان ملکونو نه د قانوني اسنادو لرونکو خلکو نیول او د ملک نه د ویستو ویل شوي دي.

د چارواکو په وینا د ټرمپ لخوا د جمعې په ورځ د امر جاري کېدو وروستو د خالي په ورځ د امریکا په هوايي اډو باندې لږترلږه ۱۷۰ کسان نیول شوي دي.

د خالي په ورځ نیویارک کې یو مرکزي قاضي ان ډونلي په سمدستي ډول یو امر جاري کړی چې پکې ویل شوي په موقتي ډول د امریکا په هوايي اډو ویزه لرونکي خلک دې ونه ویستل شي. دغه امر هغو خلکو ته تحفظ ورکوي چاته چې په امریکا کې د پناه اخستو منظوري ورکړی شوې ده.

دامريکې صدر ډونلډ ټرمپ د جمعې په ورځ په دووه انتظامي حکمنامو لاسليک کړى ؤ چې مقصد يې د امريکا امنيت ښه کول دي، په دغو حکمنامو کې مهمه هاغه ده چې امريکا ته د شام څخه د مهاجرينو داخله د نامعلومه وخته پورې محدودوي.

حکمنامه کې ويل شوي دي " دجګړې، شخړې، افت او د کورنو جګړو د ناقرارۍ له امله په ځينو هيوادونو کې خرابيدونکي حالات دا امکان سېوا کوي چې ترهګر به امريکا ته د راتلو لپاره هره ممکنه ذريعه وکاروي" او په امريکايي سفارتي چارواکو غږ شوى چې د ويزو ورکولو څخه د مخه دې د زياتې بيدارۍ او احتياط څخه کار واخلي.

په کومو هېوادونو چې پابندي لګول شې ده په هغو کې ايران، عراق، یمن، شام، ليبیا، صومالیه او سوډان شامل دي.

راپورونه وايي د صدر ټرمپ د امر جاري کولو وروستو په څو ساعتونو کې دننه ۱۲ مهاجرين په جی اېف کېنډي هوايي اډه باندې نیول شوي، او په دوي کې وروستو دوه تنه پرېښودی شوي دي.

صدر ټرمپ دغه بیانونه رد کړي دي چې حکمنامې ته يې د مسلمانانو خلاف د اقدام اوچتولو په توګه کتل کيږي. سپينه ماڼۍ کې یو خبریال سره په خبرو کې هغه ویلي دا "انتهايي سخت" عمل "ډېره په مناسب ډول" ترسره کولی شي.

"تاسو داپه هوايي اډو ولیدل او دا به تاسو هر ځای وګورئ".

د صدر ټرمپ د دغه حکمنامې په ضد د امریکا په بېلابیلو ښارونو کې غټې مظاهرې هم شوي دي، اود قانون جوړونکو لخوا پرې هم بیل بیل غبرګون مخې ته راغلی دی.

د نیویارک په عدالت کې د ټرمپ د حکمنامې په اړوند خواست د نیویارک په هوايي اډه جی اېف کېنېډي باندې د ودرول شوؤ دوه عراقي وګړو لخوا د خلکو د حقونو او ازادۍ دپاره ډلو کړی ؤ.

په دغه خواست کې په نورو ښارونو کې هم د ټرمپ د امر نه اغېزمن کېدونکو ته د اسانیتاؤ ورکولو ویل شوي دي.

راپورونه وايي وروستو دواړه عراقيان خوشي کړی شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG