د کېنېډا په کیوبک ښار کې په یو جومات کې په ډزو شپږ تنه وژل شوي او څو نور ژوبل شوي دي.
د پولیسو په وینا دغه پېښه د اتوار په ماښام په اسلامک کلچرل سنټر کې رامنځته شوې چې کله دغلته څو درځنه کسان موجود وو. پولیس ویلي د دغه ځای نه يې دوه کسان نیولي دي.
وزیراعظم جسټن ټروډیو د ډزو دغه پېښه غندلې، او دې ته يې "په مسلمانانو ترهګر برید" ویلي دي، نوموړي په یو بیان کې په دې خبره ټینګار کړی چې ملک يې د مذهبي اقدارو قدر کوي.
ټروډيو ویلي "کېنېډايي مسلمانان زمونږ د ټولنې مهمه برخه ده، زمونږ په ټولنه، ښارونو او ملک کې د دغه ناوړه عمل ځای نشته".
د اتوار په ورځ د برید وروستو د نیویارک میئر بل ډيبلېسو ویلي، پوليس یې په ښار کې جوماتونو ته د تحفظ دپاره غېرمعمولي ګامونه پورته کړي دي.
نوموړي په ټویټر لیکلي " زه د نیویارک خپلو مسلمانانو ته ویل غواړم چې نیویارک به تاسو خوندي ساتي، پولیس به تاسو ساتي، مونږ به د کرکې او تعصب په ضد جنګېږو".