لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور:بمي چاودنه کې ددريوو عسکرو په ګډون ٩ کسان ژوبل شوي


 دسرچينو ترمخه پېښور کې په چارسده روډ دناګمان سيمه کې دداودزۍ تاڼې حدودو کې دمليشه ځواکونو په ګاډي دسړک دغاړې ښخ کړى شوى بم دريموټ کنټرول له لارې چول شوى دى.
دسرچينو ترمخه پېښور کې په چارسده روډ دناګمان سيمه کې دداودزۍ تاڼې حدودو کې دمليشه ځواکونو په ګاډي دسړک دغاړې ښخ کړى شوى بم دريموټ کنټرول له لارې چول شوى دى.

دخېبرپښتونخوا سرښار پېښور کې ديوې بمي چاودنې له امله ددريوؤ عسکرو په ګډون لږ ترلږه نهه کسان ژوبل شوي دي.

دسرچينو ترمخه پېښور کې په چارسده روډ دناګمان سيمه کې دداودزۍ تاڼې حدودو کې دمليشه ځواکونو په ګاډي دسړک دغاړې ښخ کړى شوى بم دريموټ کنټرول له لارې چول شوى دى.

دچاودنې څخه وروستو سيمې ته امدادي ډلې او په ګڼ شمير کې دقانون نافذونکو ادارو عسکر ورسيدل او ټوله سيمه يې پخپله ولکه واخسته.

دامدادي سرچينو وينا ده چې چاودنه کې ٩ کسان ژوبل شوي چې پکې درې عسکر هم شامل دي، ژوبل شوي کسان دعلاج لپاره دپېښور ليډي ريډنګ هسپتال ته وړل شوي دي.

له دې وړاندې هم دخېبرپښتونخوا سرښار پېښور کې په پوليسو او مليشه ځواکونو دغه رقم بمي چاودنې ترسره شوي چې پکې په ګڼ شمير کې عسکرو خپل ژوند دلاسه ورکړى دى.

په ٢٣مه جنورۍ هم دخېبرپښتونخوا په ټانک سيمه کې دامنيتي ځواکونو ديو ګاډي سره نزدې بمي چاودنه شوې وه چې پکې اته عسکر ژوبل شوي وؤ.

دپاکستان حکومت او پوځ که هر څو هيواد څخه دترهه ګرو دختمولو دعوې کوي خو خېبرپښتونخوا صوبه او قبايلي سيمو کې وخت په وخت دترهه ګرۍ پېښې اوس هم رامينځته کيږي.

تيره اوونۍ دقبايلي سيمې کرمې ايجنسۍ دپاړه چنار سبزي منډۍ کې هم ديوې بمي چاودنې له امله لږ ترلږه ٢٥ کسان وژل شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG