لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بې درکه کسانو په هکله دمعلوماتو بِل منظور


پوځي ادارې به هم پابندې وي چې دریوؤ ورځو کې دننه د بې درکه کسانو په هکله معلومات وړاندې کړي
پوځي ادارې به هم پابندې وي چې دریوؤ ورځو کې دننه د بې درکه کسانو په هکله معلومات وړاندې کړي

د پاکستان د سینیټ قائمه کمیټۍ د یو قانون مسوده یا بِل منظور کړی چې ترمخه به یې خفیه ادارې د بې درکه کړل شوؤ کسانو په هکله په دریوؤ ورځو کې دننه د معلوماتو ورکولو پابند وي. د مجوزه قانون دا بل به سنیټ او قامي اسمبلۍ ته د منظورۍ دپاره وړاندې کولی شي.

دغه بل چې معلوماتو ته د لاس رسي د حق نوم ورکړل شوی دی منظوري یې د تیرې نهې په ورځ د پاکستان پیپلز پارټۍ سره د تړاؤ لرونکي سناتور ښاغلي فرحت الله بابر په مشرۍ د سینیټ د قائمه کمیټۍ شوې غونډه کې ورکړل شوې ده.
ددغه بِل له مخې هرشل کاله وروستو دسرکاري ریکارډ دعام کولو اؤ د ریکارډ د ضائع کولو پسر د یو لک روپو جرمانه اؤ دوؤ کالو بند سزا تجویز کړی شوې ده.
ددې ترڅنګ به خفیه ادارې اوس ددې خبرې پابندې وي چې کوم کسان بې درکه کیږي د هغوئ په اړه به دریوؤ ورځو کې دننه معلومات ورکوي.
دا بل په داسې وخت کې منظور شوی چې د اسلام اباد اؤ د پنجاب ایالت څخه د سوشل د فعالینو د بې درکه کیدلو په سر د مدني ټولنود غړو لخوا په ګرد هیواد کې سخت غبرګون مخې ته راغلی ؤ اؤ ددغو کسانو د بې درکه کیدلو تور یې په پوځي استخباراتي ادارو لګولو خو تیره ورځ د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور دغه ټول تورونه رد کړي وؤ.
عوامي نیشنل ګوند سره تعلق لرونکی د عوامي نشنل پارټۍ د سینیټ دقائمه کمیټۍ غړي ښاغلي الیاس بلور وائس اف امریکه ډیوه راډیو سره خبرو کې ددغه بِل پاس کیدل یو مهم پرمختګ ګرځولی اؤ ویلي یې دي چې هرکله چې دا بِل قانونې شکل واخلي نو له هغې وروستو به دا د پوځ په شمول په ټولو سرکاري ادارو تطبیق کیږي.
د منظورکړل شوي بلِ ترمخه مرکزي ادارو کې اطلاعاتو ته د لاس رسي باوري کولو د پاره به یو درې کسیزه کمیشن
جوړولی شي چې دغه کمیشن ته به د سول کورټ دجج اختیارات حاصل وي،
ټاکل شوې ده دا کمیشن به هم ددې خبرې پابند وي چې په کال کې به دوه ځله خپل رپورټ جاري کوي اؤ ددې ترڅنګ به په لازمي توګه د اړونده ادارو په هکله هم معلومات خپروي.
دا مهال دپاکستان پلازمینه اسلام اباد، پنجاب اؤ خیبرپښتونخوا ایالتونو کې اطلاعاتو ته د لاس رسۍ قانون نافذ دی خو ناقدین د وړاندې نه موجود دغه قانون ډیر کمزوری بلي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG