لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې تندروه ډلې دمعدنياتو له قاچاق څخه پېسې ترلاسه کوي،راپور

دافغانستان دبډو رشوتونو دمخنيوي ادارې په يو راپور کې ويلي تندروه ډلو ته تيرکال دهاغو معدنياتو او قيمتي کاڼو څخه لږ ترلږه ٤٦ ملينه ډالر ترلاسه شوي چې دختيځ ننګرهار ولايت څخه ګاونډي(هيواد)پاکستان ته په غيرقانوني توګه برامد کړى شويدي.

افغانستان کې دبډو رشوتونو دمخنيوي يوې ادارې پخپل راپور کې ويلي دافغان معدنياتو دقاچاق له امله وسله والو ډلو، تندلارو او طاقتورو کسانو ته هيواد کې په ملينونو ډالرې ترلاسه کيږي.

دافغانستان دبډو رشوتونو دمخنيوي ادارې په يو راپور کې ويلي تندروه ډلو ته تيرکال دهاغو معدنياتو او قيمتي کاڼو څخه لږ ترلږه ٤٦ ملينه ډالر ترلاسه شوي چې دختيځ ننګرهار ولايت څخه ګاونډي(هيواد)پاکستان ته په غيرقانوني توګه برامد کړى شويدي.

راپور کې ويل شوي دماربلو او طلق کاڼو خواوشا اووه نيم لکه ټنه په دوه زره شپاړسم کې ددغه ناقراره ولايت دبيلا بيلو سيمو څخه قاچاق کړى شوي،دطالبانو او داعش جنګيالي ددغه ولايت په ګڼو ولسواليو کې فعاله دي.

دبډو رشوتونو دمخنيوي دنيټ ورک مشر زمان خان امرخيل دريډيو ليبرټي دافغانستان څانګې ته ويلي " هره ورځ په پينځوو سوو ټرکونو کې سپين کاڼي دحکومتي واک لاندې سړکونو له لارې پاکستان ته رسيږي او ددغه ځايې څخه دغه کاڼي په سمندري جهازونو کې اروپايي هيوادونو ته وړل کيږي " هغه ويلي " په هر ټرک کې خواوشا ٤٥ ټنه کاڼي وړل کيږي"

افغانستان دنړۍ زياتې معدني وسيلې لري چې پکې دنړيوال معيار کاپر، ايرن او قيمتي کاڼي شامل دي.

دڅارونکو ډلو وينا ده چې په زياترو سيمو کې تندروه ډلو او سيمه ييزو طاقتورو کسانو ددرنګونو دکنستو په کارروايو قبضه کړې او دهيواد څخه چې کوم معدنيات قاچاق کولى شي په هغې يې ټيکس ايښى.

دافغان حکومت وينا ده چې دافغان ځواکونو او تندروه ډلو ترمينځ دجګړې له امله دغيرقانوني درنګونو کنستو عمل کې اضافه راغلې ده.

دافغانستان دکانونو او پيټروليم سرپرستې وزيرې غزال حبيبيار ويلي " دشخړې او بې ثباتۍ له امله مونږ په غوره توګه دکانونو دژغورلو جوګه نه يو پاتې شوي او دکانونو راويستل او قاچاق دوامداره دي"

دڅيړونکو وينا ده چې هيواد کې دمعدنياتو قاچاق دتندلارو، سيمه ييزې مافيا او ځينو پوځي او غيرپوځي چارواکو ديو مضبوط نيټ ورک له لارې رامينځته کيږي.

په کابل کې دمدني ټولنې يو فعال او دمخدره موادو دمخنيوي پخواني مرستيال وزير هارون رشيد شيرزاد امريکا غږ ته ويلي طالب جنګيالي( چې پکې دمينځنۍ اسيا دهيوادونو څخه القاعده سره تړلي جنګيالي هم شامل دي)، سيمه ييز طاقتور کسان او بډو رشوتونو کې ککړ چارواکي په دغه غيرقانوني کاروبار کې ککړ دي.

شيرزاد وويل دا دککړو خواو لپاره يو لويې کاروبار دى،څوک چې دکمزورې حکومتي څارنې لاندې وده مومي.

دافغانستان دکانونو دوزارت وينا ده چې حکومت پاکستان ته دمعدنياتو په برامد کولو بنديز لګولى، په دې څانګه کې يې دسيمه ييزو کاروبارونو او دقانوني عمل څخه دتير شوو موادو خارجي هيوادونو ته دبرامد کولو ډاډګيرنه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG