لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا وایي پاکستان دپاره یې د ویزې پالیسۍ کې بدلون نه دی راوستی


طارق فاطمي د امریکا سفیر ته ویلي راتلونکي کې باید دپاکستان اؤ امریکا اړیکې نورې هم پیاوړې شي
طارق فاطمي د امریکا سفیر ته ویلي راتلونکي کې باید دپاکستان اؤ امریکا اړیکې نورې هم پیاوړې شي

پاکستان کې د امریکې سفارتخانې ویلي دي پاکستان دپاره د امریکا ویزه پالیسۍ کې هیڅ تغیر نه دی راغلی خو پاکستان دریځ لري چې امریکا ته دداسې تګلارو خپلولو نه ډډه کول پکاردي چې له امله یې نړۍ په مذهبي اؤنسلي بنیادونو باندې ویشل کیږي.
د بهرنو چارو په هکله د پاکستان د وزیراعظم صلاح کار ښاغلي طارق فاطمي په اسلام اباد کې د امریکا سفیر ډیوډ هیل سره لیدلي اؤ په دې خبره یې ټینګار کړی چې راتلونکي وخت کې دپاکستان اؤ امریکا تر اړیکې باید نورې هم پیاوړې شي.
ښاغلي فاطمي ویلی څومره چې د دواړو هیوادونو ترمینځ اړیکې پیاوړې کیږي دومره به د ترهګرۍ په ضد روانه جګړه کې ګټې ترلاسه کیږي اؤ د سیمې امنیت اؤ ثبات به تضمینیږي.

هغه دا هم وویل چې موجوده وخت کې په نسلي اؤ مذهبي بنیادونو د نړۍ د ویشلو نه ډډه کول پکار دي
د پاکستان د وزیراعظم د بهرنو چارو صلاح کار دا خبره په داسې وخت کې کړې ده چې د امریکا د نوي انتظامیې له لوري په اوؤ اسلامي هیوادونو د ویزې لړ کې په موقتي بندیزونو سختې نیوکې روانې دي
تیره ورځ د پاکستان د بهرنو چارو ویاند نفیس ذکریا ویلي وؤ د هر هیواد خپله فیصله وي چې څنګه د ایمیګریشن یا د مهاجرت تګلاره جوړوي .
د خارجه دفتر د ویاند ددغو څرګندونو څخه وروستو د جمعې په ورځ پاکستاني مطبوعاتو ویلي د امریکا د لوري د ایمیګریشن د پریکړو په ملاتړ کولو داسې څرګندیږي چې پاکستان د امریکا نوې انتظامیې سره ښې اړیکې جوړول غواړي.
د امریکا لخوا په اوو اسلامي هیوادونو دویزې د موقتي بندیزونو ایښودل کیدو د پریکړې څخه وروستو داسې ګنګوسې کیدلی چې کیدی شي پاکستان هم ددغه بندیزونو په زد کې راشي خو امریکایي سفیر ښاغلي ډيوډ هیل د پاکستان د وزیراعظم صلاح کار ته ویلي امریکا دپاکستان دپاره د خپلې ویزې پالیسۍ کې هیڅ بدلون نه دی راوستی اؤ اوس هم پاکستانیانو ته ویزې جاري کیږي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG