ملګرو ملتونو د حزب اسلامي ډلې مشر ګلبدین حکمتیار نوم د ترهګرو د فهرست نه ویستی دی، ګلبدین د تېر کال ستمبر په میاشت کې د کابل حکومت سره د سولې موافقه لاسلیک کړې وه.
د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا کمېټۍ د جمعې په ورځ د نیویارک نه جاري کړي یو بیان کې ویلي "چې د هغه په جایداد او سفر بندېز ختم او وسله وال به يې ترڅار لاندې نه وي".
د ملګرو ملتونو د تور فهرست څخه ویستلو په بدل کې به حکمتیار او د هغه ملګري د افغان حکومت په وړاندې جګړې ودروي او بیرته به ورته په سیاسي فعالیتونو کې د برخې اخستو اجازت وي.
ویل کيږي چې ګلبدین حکمتیار په پاکستان کې پټ دی خو ملګري يې ټینګار کوي چې هغه په دغه هېواد (افغانستان) کې ؤ.
د حکمتیار د سولې د خبرو د کمېټۍ غړي عتیق الله صافي نن د خالي په ورځ وایس اف امریکا سره په خبرو کې پخلی کړی چې په رسمي ډول ورته د ډلې د مشر د ملګرو ملتونو د ترهګرو د فهرست نه د نوم ویستلو خبر ورکړی شوی دی.
د افغان حکومت او حکمتیار ډلې ترمنځ د سولې د خبرو لوړپوړي حکومتي مشر اکرم خپلواک وایس اف امریکا ته ویلي "امنیتي شورا د افغان حکومت په خواست دغه قدم پورته کړی او دوي يې هرکلی کوي".
نوموړي خپلواک ویلي "دا به د حکومت لخوا د ملک دپاره د سولې په اړوند هڅې تُندې کړي".
د افغانستان کوم حکومتي چارواکي په دغه پرمختګ لا څه نه دي ویلي.
د حکمتیار وسله واله ډله د طالبانو ترڅنګ د تېرو ۱۵ کالو راهسې د امریکا ملاتړي افغان حکومت په ضد جنګېده، او هغه په کال ۲۰۰۳م کې هغه د القاعده ډلې سره په تړاؤ ترهګر ګرځول شوی ؤ.
جنګي کمانډر چې د جنګي جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو تاریخ لري وسله واله ډله یې د ۱۹۸۰م په لسیزه کې د سویت یونین په ضد جنګېدلې او وروستو د ۱۹۹۰م په لیسیزه کې یې ملېشه د افغانستان په لاس کې اخستو دپاره طالبانو سره جنګېدلې وه.
امریکا هم د حکمتیار نوم د ترهګرو په فهرست کې شامل کړی او په سر يې د ملینونو ډالرو انعام اېښودی ؤ ولې واشنګټن د حکمتیار لخوا کابل سره د سولې د موافقې هرکلی کړی دی.