لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسفندیار ولي قبایلو سره په احتجاج کې د ملاتړ اعلان


اسفنديار ولي خان غوښتنه کوي چې فاټا دې زر تر زره خېبر پښتونخوا کې شامله کړی شي
اسفنديار ولي خان غوښتنه کوي چې فاټا دې زر تر زره خېبر پښتونخوا کې شامله کړی شي

د پښتون ملت پاله ګوند عوامي نیشنل پارټۍ مشر اسفنديار ولي خان وائي په ۱۲م مارچ د قبايلي سيمې د پارليماني غړو لخوا کېدونکې احتجاج کې به يې ورسره ګوند هم شریک وي.

په چارسده ضلع کې يوې غونډې ته اسفنديار ولي خان ويلي قبائيلي اولس د پاکستان د ازادۍ نه وروستو د تور قانون اېف سي آر لاندې ژوند تېروي او اوس وخت راغلی، چې دغه خلک هم بشري حقونو ته لاس رسی ولري،

"د فاټا پارليماني غړو ویلي که ۱۲م مارچ پورې اصلاحات اعلان نه شو نو اسلام اباد کې به دهرنا ورکوي، زه به ورسره دغه دهرنا کې کښينم،ده (نوازشريف) نه به د کپتان (عمران خان) دهرنا هيره شي، ده د پښتنو دهرنا نه ده ليدلي".

اسفنديار ولي خان زياته کړې دويي غوښتنه کوي چې فاټا دې زر تر زره خېبر پښتونخوا کې شامله کړی شي او د کال ۲۰۱۸ م ټولټاکنو کې دې قبايلي علاقو ته صوبائي اسمبلۍ کې سيټونه هم ورکړل شي او وزارتونو کې دې هم فاټا ته برخه ورکړل شي.

اسفنديار ولي خان ویلي خان د اېن اېف سي اېوارډ تر څنګ دې په ګډ قامي امدن کې فاټا ته پينځه فيصده برخه ورکړل شي چې د دغه سيمي د اولس د محرومو ازاله وشي.

د قبايلي سيمو پارليماني غړو او فاټا سياسي اتحاد په اسلام اباد کې د هغې وروستو د احتجاج فېصله کړې کله چې په اوومه فرورۍ کېدونکې د وفاقي کابينې غونډې د ايجنډې نه د فاټا اصلاحاتو معامله وويستل شوه. په دغه اجلاس کې قوي امکان ؤ،چې اصلاحات منظور شي.

د فاټا سياسي اتحاد د عوامي نيشنل ګوند د دغه اعلان هر کلی کړی او په نورو سياسي ګوندونو يي هم غږ کړی چې دغه احتجاج کې ورسره برخه واخلي.

د اتحادي مشر نثار مومند ډيوه ريډيو ته ويلي اسفنديار ولې خان ثابته کړه چې د پښتنو مشر دی او قبايلي اولس ته یې په دغه مشکل وخت کې اوږه ورکړه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG