لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وړوند شېخ په نوم ترهګر د امريکا په بند کې مړ دی


د شېخ زوي رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې امريکايي چارواکو د هغه کورنۍ ته د ټيليفون د لارې د مرګ پخلی کړی دی.
د شېخ زوي رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې امريکايي چارواکو د هغه کورنۍ ته د ټيليفون د لارې د مرګ پخلی کړی دی.

د امريکا د جېل چارواکو ويلي چې د نيويارک بريد په پلان کې ککړ د مصر عالم په بند کې مړ شوی دی

د نارت کېرولينا د چارواکو په وينا چې شېخ عبدالرحمان د شګر او د زړۀ د رګونو د بندېدو د لويې ناروغتيا وروستو مړ شوی دی

عبدالرحمان د ۱۹۹۳م د ورلډ ټرېډ سنټر بريدونو کې ککړتيا لرله چې پکې شپږ کسان وژل شوي ؤ ولې هغه ته نېغ په نېغه د کوم جرم سزا نه وه اورول شوې.

. شېخ د منهېټن يادګار ترڅنګ د ملګرو ملتونو د مرکز او د ښار د دوه لويو سړکونو ترمنځ د پُل الوزولو د ناکامه بريدونو په تور د ۱۹۹۵م راهسې قېد وو.

د جېل د چارواکو په وينا د عبدالرحمان عمر ۷۸ کاله وو.

د شېخ زوي رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې امريکايي چارواکو د هغه کورنۍ ته د ټيليفون د لارې د مرګ پخلی کړی دی.

د مصر سره تعلق لرونکی عبدالرحمان چې د وړوند شېخ په نوم یاد ؤ او هغه د سترګو نظر په ماشوموالي د شګر د ناروغتيا له کبله بايللی وو. وړومبۍ زدۀ کړې يې د ړندو د خصوصي تعليم (برايل) د لارې په يو مذهبي ښوونځي کې کړې وې.

شېخ وروستو په مصر کې په ډاګه د خبرو کولوعالم په توګه یاد شو او هغه به د هېواد د سيکولرزم پرضد ويناوې کولې.

عبدالرحمان په اخره کې افغانستان ته ورغلی او هلته يې د ترهګر مشر اسامه بن لادن سره کلک تعلق جوړ کړ. د دې پرته چې عبدالرحمان د تېرو دوه لسيزو راهسې د امريکا په بند کې وو خو تر مرګه يې په مصر کې ګڼ شمېر ملګري او منونکي لرل.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG