لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي عرب کې د پوليس په تشدد د خېبرپښتونخوا دوه نرښځي وژل شوي


په نيول شوؤ نرښځيانو کې د زياترو تعلق د خېبرپښتونخوا صوبې سره دی.
په نيول شوؤ نرښځيانو کې د زياترو تعلق د خېبرپښتونخوا صوبې سره دی.

د سعودي عرب پلازمينه رياض کې د پولیس په تشدد کې د خېبرپښتنونخوا سره تعلق لرونکي دوه نرښځيان وژل شوي دي.

په خېبرپښتونخوا کې د نرښځيانو مشرې فرزانې وایس اف امریکا ډيوه ریډیو سره خبرو کې وویل دوي ته د مسقط نه دغه خبر مېلاؤ شوی چې په سعودي عرب کې پوليسو په نرښځيانو چهاپه وهلې ۳۵ يې نيولي په بوجو کې يې بندکړي او تشدد يې پرې کړی او دوه پکې وژل شوي دي.

فرزانې وويل "خواجه سراؤ ځانله يوه خوشحالي راجوړه کړې خپل پروګرام يې کوؤ پوليس پرې ورغلي دويې نيولي بيا په بورو کې بند کړي تشدد یې پرې کړی په هغې کې امين په حق ورسېدو او مینو په حق ورسېده او په بورې کې ترې ساه وتې ده".

هغې وويل په وژل شوو کې د امين تعلق د سوات او مینو تعلق د پېښور سره ؤ، امین د ډېرې مودې نه او مينو د څلور پينځه کالو راهسې په سعودي عرب کې ده.

د فرزانې په وينا دغه پېښه درې ورځې وړاندې رامنځته شوې او پوليسو په نيولو نرښځيانو کې ۱۱ خوشي کړي او نور ورسره دي، خو چې کوم خوشي کړی شوي د هغوي سره تماس نه کيږي.

د نرښځيانو د حقونو دپاره کار کوونکي قمرنسيم په وينا دوي ته دغه خبر د سعودي عرب د يوې خبري ویب پاڼې نه ترلاسه شوی دی.

نوموړي وويل "کوم نرښځيان چې خوشي شوي هغوي د ويرې نه خبرې نه کول غواړي چې هسې نه پوليس به دوي بيا ونيسي".

د خېبرپښتونخوا د نرښځيانو د مشرې په وينا په سعودي عرب کې دا هغه نرښځيان دي کوم چې د ودونو کولو جوګه دي او دوي هلته مزدرو پسې تلي دي.

ډیوه ريډيو سره په خبرو کې قمرنسيم وويل په نيول شوؤ نرښځيانو کې د زياترو تعلق د خېبرپښتونخوا صوبې سره دی.

هغه وويل په سعودي عرب کې د نرښځيانو سره رامنځته شوې پېښې په اړه يې د بشري حقونو د سازمان سره خبره شوې او هڅې کوي چې دغو خلکو ته په څه نه څه طريقه لاس ورسوي.

د قمر نسيم په وينا دويي اوس هڅه کوي چې د سعودي سفارتخانې سره رابطه وکړي او د پېښې کره معلومات ترې ترلاسه کړي.

راپورونو د رياض پوليس له قوله پخلی کړی چې نرښځيان په يو کور کې راجمع شوي د ښځو جامې يې اغوستې چهاپه پرې وهل شوې او نيول شوي دي.

د فرزانې په وينا سعودي عرب د ټولو مسلمانانو دپاره محترم ځای دی خلک هلته حج له ځي، او ويل کیږي چې د سعودي عرب خلک پوهه دی د انسانيت احترام کوي ولې هغه وايي چې دا څنګه انسانيت دی چې په تشدد خلک وژني.

هغې وويل که نرښځيانو څه غېرقانونه کار کولو پکار ده قانوني چلند ورسره شوی وی وژل شوی نه وی.

د راپورونو ترمخه تېر کال اسلام اباد کې د سعودي عرب قونصل جنرل لخوا ټرېول ايجنسيانو ته خبرداری ورکړی شوی ؤ چې نرښځيانو ته د عمرې دپاره ويزې ورنکړي. ولې د ټرېول ايجنسيانو لخوا دغه خبره رد کړی شوې چې د سعودي حکومت نه ورته داسې کوم هدايات ورکړی شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG