لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

که پاکستان لارې خلاصې نکړې د کابل نه به د مسافر‎و دپاره پروازونه وغواړم، زاخېلوال


هغه ويلي د خالي/شنبې په ورځ يې د پاکستان د وزیراعظم د بهرنو چارو صلاح کار سرتاج سره ليدلي او بیا يې ورته دغه مسله ور وړاندې کړې ده،
هغه ويلي د خالي/شنبې په ورځ يې د پاکستان د وزیراعظم د بهرنو چارو صلاح کار سرتاج سره ليدلي او بیا يې ورته دغه مسله ور وړاندې کړې ده،

په اسلام اباد کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېوال ويلي که پاکستان افغانستان ته په دوه ورځو کې تړلې لارې خلاصې نه کړې نو هغه به د کابل نه وغواړي چې پاکستان کې ګېرو افغانانو دپاره ځانګړي پروازونه وچلوي، او دا به د پاکستان ښه تصوير وړاندې نه کړي.

افغان سفیر په فېس بک خپل پېغام کې ليکلي چې د پاکستان د لوري افغانستان ته د لارو خلاصولو په هڅه کې دی، هغه ويلي د لارو بندېدو سره سم يې د پاکستان پوځي او حکومتي چارواکو سره دغه مسله راپورته کړې خو دويې ورته کوم جواز نه دی ويلی.

هغه ويلي د خالي/شنبې په ورځ يې د پاکستان د وزیراعظم د بهرنو چارو صلاح کار سرتاج سره ليدلي او بیا يې ورته دغه مسله ور وړاندې کړې ده،

"سرتاج عزیز راته وویل چی ده ته ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکول شوی ‌ؤ چی له دې خوا مسافرو پرمخ لارې خلاصې شوي دي، ما ورته وویل چی دا رښتیا نه ده،د نوموړی په مخکې د تورخم سره په اړیکه کې شوم چی يې وویل لارې د پخوا په څېر بندې دې، ما ورته وویل چې که په راتلونکو دوه ورځو کې له دې لوري لارې خلاصې نشي نو زه به له کابل څخه د بندو مسافرو د انتقال لپاره د ځانګړو پروازونو غوښتنه وکړم چی د دوي لپاره به ښکلی تصویر ونه اوسي".

نوموړي ويلي پاکستاني مشرانو ته يې ویلي چې پاکستان ته نزدې ۲۵ زره افغانان په ویزو راغلي چې زياتره يې عام غريب خلک، ناروغان دي دوي د دوه اوونو راهسې دلته ګېر پاتې دي. او د تېرو دووه اوونو راهسې هغه ته باور ورکول کيږي چې زر به لارې خلاصې شي خو تراوسه داسې ونه کړی شوه.

نوموړي ويلي "د چهارشنبی په ورځ يې اسلام اباد کې د اقتصادي همکاريو سرمشريزه غونډه کې د وعدې ترمخه د پاکستان په وزيراعظم نوازشريف غږ وکړو چې د لارو تړل هيڅ جواز نه لري او همدارنګه د یادې غونډې د روحیې او موخو سره په ټکر کې دي او باید سمدستي یې د خلاصولو لارښوونه وکړی".

افغان سفير ويلي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د قانوني تجارت د لارو بندولو موخه افغان اولس ته زيان رسول دي، او دوه اړخيزه سوداګري اغېزمنوي.

پاکستان د فرورۍ د مياشتې په ۱۶م نېټه د سندهـ صوبې په سېهون سیمه کې د لعل شهباز قلندر په مزار د شوي ځانمرګي برید په سبا له افغانستان سره د تورخم او چمن ترڅنګ ټولې لارې بندې کړي دي.

نزدې نهه ورځې وړاندې سرتاج عزيز په اسلام اباد کې د اقتصادي همکاريو د سرمشريزې غونډې نه وړاندې خبريالانو ته ويلي چې افغانستان سره تړلې لارې به زر پرانيزي.

هغه ويلي ؤ چې پاکستان کې په وروستيو کې د ترهګرو بریدونو پس يې د وسله والو د تګ راتګ د مخنيوي لپاره لارې تړلي دي.

څيړونکې په لارو بندولو نيوکې کوي او وايي چې که ترهګر پاکستان راوړي هم نو هغه په ويزو نه راځي.

یو لور ته چې د لارو تړلو نه د زرګونو په شمېره کې خلک ګېر شوي او د ستونزو سره مخ شوي نو بل لور ته د دواړو ملکونو ترمنځ سوداګري هم سخته اغېزمنه شوې ده.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرو د شريک اېوان صنعت و تجارت مشر زبېر موتي والا په وينا د افغانستان د پولې تړلو او تازه حالاتو له امله د پاکستان او افغانستان سوداګرۍ ته تر ۴۰ فيصدو پورې زیان رسېدلی دی.

زبېر موتي والا وایس اف امريکا ډيوه ريډیو سره په خبرو کې ويلي "د پاکستان او افغانستان ترمينځ د دوه نيم اربه ډالرو تجارت کېدو کوم چې اوس يو نيم اربه ډالرو ته راښکته شو او د تازه حالاتو رامنځته کېدو سره دوه اړخيزه تجارت د ۳۰ نه تر ۴۰ فيصده پورې اغېزمن شو".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:29:30 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG