د پي اېس اېل دويم فائنل د پېښور زلمي لوبډلې وګټلو، په فاينل مېچ کې د پېښور زلمي په ټاکل شوو ۲۰ اوورونو کې د ۱۴۹ رنزونو د هدف په ځواب کې د کويټه ګلېډې اېټرز ټول لوبغاړي په ۱۷م اوور کې په ۹۰ رنزونو اؤټ شو او داسې د پېښور زلمي لوبډلې لوبه په ۵۸ رنزونو وګټله.
د پېښور زلمي کامران اکمل د ټورنامنټ د غوره لوبغاړي ترڅنګ، غوره وکټ کيپر او ښه بېټسمېن هم وګرځول شو.
او د کراچۍ کنګز سهېل خان په زياتو لوبغاړو اؤټ کولو د ټورنامنټ غوره لوبغاړی وګرځول شو.
د پېښور زلمي له خوا په غوره باولنګ محمد اصغر درې لوبغاړي اوټ کړل. حسن علي، وهاب رياض دوه او حفيظ او جارډن يو يو لوبغاړی اؤټ کړو.
د پېښور زلمي له اړخه تر ټولو زيات کامران اکمل ۴۰ رنزونه جوړ کړل. د زلمي کپتان ډېرن سېمي په ۱۱ بالونو ۲۸ رنزونه جوړ کړل.
د کويټې عامر اېمرېت درې،حسن خان دوه او محمد نواز يو لوبغاړی اوټ کړی ؤ.
د پېښور زلمي لوبډلې کپتان ډېرن سمي او د کويټه ګلېډي اېټرز مشري سرفراز احمد وکړه.
د پېښور زلمي په لوبډله کې شاهدافريدي د ژوبلېدو له امله ونه لوبيدو، افريدی له دې وړاندې د کراچۍ کنګز سره په مېچ کې ژوبل شوی ؤ.
د شاهدافريدي په ځای افتخاراحمد په لوبډله کې شامل کړی شوی ؤ.
له دې نه علاوه د پېښور لوبډله کې شامل ټول بهرني لوبغاړي د پي اېس اېل فائنل دپاره لاهور ته راغلي،او د کويټه ګلېډي اېټرز په لوبډله کې شامل بهرني پينځه واړه لوبغاړي پاکستان ته د امنيت له سببه نه ؤ راغلي او د هغوي په ځای نوي بهرني لوبغاړي په لوبډله کې شامل کړی شوي وو.
د لاهور په قذافي ميدان کې د مېچ شورو کېدو نه وړاندې خوندوره دستوره وشوه چې پکې سندرې وويل شوې او د نڅا ننداره پکې وړاندې شوه.
د پي اېس اېل چيئرمېن نجم سيټهي وويل د اولس په شوق د پي اېس اېل فائنل په لاهور کې کېدل يقيني شو.
هغه ويلي ؤ که فائنل هره لوبډله وګټي، ګټه د پاکستان ده.
د پي اېس اېل ټول مېچونه په متحده عرب اماراتو کې شوي او چارواکو ويلي ؤ د فائنل لاهور ته راوړلو مقصد يې د نړيوال کرکټ پاکستان ته راوستل دي.
پي اېس اېل کې د پېښور او کويټې نه علاوه د لاهور، اسلام اباد او کراچۍ لوبډلو برخه اخسته.
د لاهور قلندر لوبډله وړومبی، په دويم نمبر اسلام اباد يونائټډ او په درېم نمبر د کراچۍ کنګ لوبډله د ټورنامنټ نه بهر شوی ؤ.
تېر کال د پي اېس اېل فائنل د اسلام اباد لوبډله په خپل نوم کړی ؤ.
د لاهور په قذافي ميدان کې په لويه شمېره کې خلک د فائنل مېچ کتو له راغلي او د چارواکو په وينا په مېدان کې د ۲۴ زرو خلکو د ناستې ګنجائش موجود دی او ټول مېدان د خلکو ډک لېدل کېدو.
د پنجاب صوبايي حکومت ويلي د مېچ په مهال يې د لوبې په ميدان کې او بهر د امنيت کلک ګامونه پورته کړي دي.
د راپورونو ترمخه د پاکستان په بېلابيلو ښارونو کې د مېچ کتو دپاره خصوصي انتظامات شوي دي.