لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ښځو د حقونو چغو کې د پښتنې میرمنې بوګنوونکی حالت


اوس دغه میرمن دلته د جي ټي روډ په غاړه د یوولسو میاشتو نه دیره ده
اوس دغه میرمن دلته د جي ټي روډ په غاړه د یوولسو میاشتو نه دیره ده

اتم مارچ د ښځو نړیواله ورځ ، زما ددغه ورځې شروع داسې کیږي چې څنګه له خوبه راپورته کیږم نو اخبار مې مخې ته پروت دی ، ددغه اخبار په وروستي مخ د یوې څلویښت کلنې میرمنې د عکس دپاسه په غټو ټکو لیکل شوي”دا میرمن پيښور کې د سړک دپاسه ژوند کوي”

ددغه میرمنې نوم ناهید ښودل شوی اؤ وایي د صوابۍ دکنډې سیمې سره تعلق لري

دغه ښځه خپله کیسه داسې کوي.

”له واده وروستو یې چې څلور بچي وزیږول نو خاوند طلاق ورکړو، پلار یې بیا په دوهم ځل پنجاب کې په پیسو وپلورله خو بل خاوند د اولاد د نه زیږؤلو له امله طلاقه کړه”

ناهید وایي په دریم کرت یې چې دپلار په اراده پوهه شوه چې بیا یې خرڅوي نو د کوره راووتله . پیښور ته راغله.

اوس دغه میرمن دلته د جي ټي روډ په غاړه د یوولسو میاشتو نه دیره ده، نه په سرچهت لري ، نه د ګرمۍ اؤ یخنۍ نه د ځان ژغورنې کوم اسباب.

ناهید دا ګیله هم کوي چې د ځینو خلکو پرې زړه وسوزي اؤ څه لاس امداد ورسره وکړي .ددغو پیسو نه یې هم څلویښت زره روپۍ جمع کړې وې خو یو ځلمې ورڅخه

دغه روپۍ د واده په بهانه ووهلې.

همددغه ورځپاڼې په یو بل خبر کې راغلي چې سوات کې د غیرت په نوم د ښځو وژنې سیوا شوي اؤ‌ یوازې په تیرو پینځلسو میاشتو کې په دغه سیمه کې ۴۳ ښځې وژل شوي دي.​

خو دغه خبر لا وړاندې لولم چې زما د کور دروازه ټکیږي ، د زوړ چم د یو ګاونډي میرمن مې زما کور ته رادننه کیږي اؤ میرمنې ته مې په بورقه پسر په یوه ساه څه خبرې پیل کوي.

د ښځو ورځ
د ښځو ورځ

میرمن مې زما کوټې ته راځي راته وایي” دا زیبا ده راغلې وایي میړه یې پرې بیګاه لاس مات کړی اؤ ماشوم بچی یې هم ورله له ګټه غورځولی ،اوس تبې نیولی ، هسپتال ته ځي، د زرو روپو پور غواړي”

د زیبا د لاس ماتیدو علت هغې یوازې دا وښودلو چې خپل چرسي خاوند ته یې ویلي وؤ “دا ماشوم ناروغه دی ، ته چې کور ناست یې خو چرته کار له اوځه چې ددې ماشوم د علاج څه بندوبست وکړو”

میړه یې د اولاد د علاج دپاره د کار کولو مشوره د ځان دپاره پیغور وګڼله ماشوم وهلو پسې ور وړاندې شو “ته لرې شه له مخې زه یې نن کار خلاصووم ، میرمن یې د مور د عاطفې له مخې د بچي مخې ته ودریږي ، خاوند یې په لاس کې په نیولې ډنډه هغه په لاس وهي ، لاس پرې ماتوي اؤ بیا ماشوم د کټ نه کښته په زمکه اوولي.

زیبا مې له کوره په ژړا اوځي زه خپل لیپ ټاپ خلاصووم چې د ایمیل له کتلو وروستو مې دفیس بک په مخ اول نظر د کابل د یو خبریال ښاغلي جاوید احمد همیم په یو نقل کړي پوسټ لګي په دغه پوسټ کې لیکل شوي.

“ښځه يې دوې څپېړې ووهله، سپکې سپورې يې ورته وويلې او په بېړه يې پرې خپل بوټونه رنګ کړل.

سړى له کوره ووت، د مارچ د اتمې غونډې ته ولاړ او د ښځو د حقونو په اړه يې اوږده وينا وکړه. هره خبر يې په چکچکو بدرګه کېده، ښځې يې پر ټلويزيون وينا کتله او له سترګو يې اوښکې روانې وې”

د سید نني احمدزي لیکنه هم په فیس بک د ښځو د تعلیم په اړوند خپره شوې وه .

احمذی لیکي “د مارچ اتمه دی د هغې ګلالۍ زرمتۍ جيلکۍ په نوم وي چاته چې ښوونکي د ترهګرو په امر مکتب ته نور د نه راتلو وويل خو هغی ورته په ژړغونې غږ وويل چې خير دی استاده په ما مي د ورور کالی جوړ دی زه به هغه راواغوندم او هلکانو سره به کينم ليکن استاذ ونه منله چه ويښتان دي غټ دي پيژني دي هغي ورته کړل چه ويښتان به هم وخرييم”

خو هم په دغه ورځ مې په سوشل میډیا اؤ ورځپاڼو کې دپاکستان اؤ افغانستان د چارواکو ، مدني فعالانو اؤ تنظیمونو خبرونه هم ولیدل چې پکې ویل شوي وؤ” ښځه د درناوي وړ ده اؤ د انساني ژوند په بقاء اؤ‌ پرمخیتا کې د سړو سره یو شان رول ادا کوي”

ما مې له میرمنې وپوښتل نن اتم مارچ ستاسې ورځ ده ، خوشحاله به یې ؟

اؤ زما ساده کلیوالې میرمنې ځواب راکړو ، څنګه زمونږ ورځ ده ؟

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Recommended

XS
SM
MD
LG