لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جهادي نظریه، نوازشریف څه وایي اؤ حقانیه مدرسې سره کومې مرستې روانې دي ؟


مولانا سیمع الحق د طالبانو د تحریک مشران اؤ جنګیالي خپل روحاني اولاد ګرځوي
مولانا سیمع الحق د طالبانو د تحریک مشران اؤ جنګیالي خپل روحاني اولاد ګرځوي

د پاکستان وزیراعظم میا نوازشریف ویلي تندلاریتوب اؤ جهاد دوه بیلابیل شیان دي خو تندلارو د جهاد نظریه په ترهګرۍ بدله کړې اؤ نن دغه نظریې ته دماتې ورکولو سخت ضرورت دی.
په عین حال کې دپاکستان د خیبرپښتونخوا صوبې حکومت پریکړه کړې د اکوړي هاغه حقانیه مدرسې ته د شخصي پوهنتون درجه ورکړي چې د طالبانو زیاتره مشرانو اؤ جنګیالو پکې زده کړي کړي دي اؤ ددغه مدرسې مشر مولانا سمیع الحق اوس هم په ترهګرۍ کې ککړ طالبان خپل روحاني اولاد ګڼي .
پاکستان کې څیړونکې حکومت جهادي نظریې ته د ودې ورکولو دپاره دیني مدرسو سره په مالي اؤ نورو اخلاقي مرستو تورنوي اؤ وایي ددغه مدرسو نه فارغیدونکي زیاتره طالبان بیا د تندروه تنظیمونو لیکو ته ورګډیږي.
د خالي په ورځ کراچۍ کې اتحاد بین المسلمین کانفرنس ته پخپله وینا کې وزیراعظم نوازشریف ویلي ریاست د ترهګرو درک لګوي خو د علماؤ د کردار پرته د ترهګرۍ له مینځه وړل ممکن نه دي.
هغه وویل د ترهګرۍ دپاره نن دیني دلائل ورکړل کیږي چې مونږ ته به دا مسترد کول وي اؤ علماء باید د ترهګرۍ د مخنیوي په کار کې د حکومت مټې پیاوړې کوي.
وزیراعظم وویل د ترهګرۍ هیڅ مذهب نه وي دپاکستان حکومت به د اولس اؤ دیني عالمانو په ملاتړ ترهګرۍ ته ماتې ورکوي.
په پاکستان کې د تیرې ډیرې مودې راهسې د څیړونکو لخوا په حکومت نیوکې روانې دي چې په خوله د ترهګرۍ ختمولو نعرې وهي خو په عمل کې هم هاغه خلک پیاوړي کوي چې د ترهګرو ملاتړي دي.
تیر کال چې کله په پاکستان کې دخیبرپښتونخوا د حکومت له لوري د اکوړي حقانیه مدرسې سره د ۳۰ کروړو روپو دمرستې ورکولو راپورونه مخې ته راغلل نو څیړونکو پرې سختې نیوکې وکړې اؤ وي ویل دا پیسې په اصل کې د ترهګرو د روزنې د کار دپاره ورکړل شوي دي.
د اکوړي د حقانیه مدرسې مشر مولانا سیمع الحق د طالبانو د تحریک مشران اؤ جنګیالي خپل روحاني اولاد ګرځوي اؤ څو څو کرته یې پخپله منلې ده چې ددغه وسله وال تحریک زیاتره مشران اؤ غړي د حقانیه مدرسې نه فارغ شوي دي.
د خالي په ورځ هم په پاکستاني میډیا کې داسې راپورونه خپاره شوي چې دخیبر پښتونخوا حکومت د حقانیه مدرسې سره د مالي مرستو په لړ کې د خلکو د نیوکو نه دځان بچ کولو دپاره غواړي دغه دیني مدرسې ته د یو شخصي پوهنتون درجه ورکړي.
د راپورونو له مخې په دې لړ کې د جمعې په ورځ د خیبرپښتونخوا اسمبلۍ سپیکر ښاغلي اسد قیصر د حقانیه مدرسې د یو مشر مولانا حامدالحق حقاني سره لیدلي اؤ هغه سره یې دغه مدرسې ته د شخصي پوهنتون په درجې ورکولو خبرې کړي دي.
مولانا حامد الحق خبریالانو ته ویلي چې په دغه لیدنه کې په دې خبره اتفاق شوی چې دغه پوهنتون ته د زمکې ورکولو ، ددې د نصاب اؤ نورو چارو ترسره کولو دپاره به راتلونکي کې څو نورې غونډې هم د حقانیه مدرسې د انتظامیې اؤ صوبایي حکومت ترمینځ ترسره شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG