لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتو فلمونو ستورې انوش خان وژل شوې


انوش خان اسلام اباد کې یو میلس له تلې وه اؤ دغلته د یوتن لخوا پینځه ډزه ویشتل شوې ده
انوش خان اسلام اباد کې یو میلس له تلې وه اؤ دغلته د یوتن لخوا پینځه ډزه ویشتل شوې ده

د پښتو ډرامو فلمونو اؤ سټیج تکړه هنرمنده انوش خان د پاکستان پلازمینه اسلام اباد کې د ډزو په یوه پیښه کې وژل شوې اؤ د هغې څلور کلن ماشوم زوئ بې درکه دی.
د شورو په ورځ سرچینو وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې ته ویلي انوش خان په یو میلس کې د برخې اخستو دپاره اسلام اباد ته تللې وه اؤ دغلته په شهزاد ټاؤن کې د یو تن لخوا ویشتل شوې ده.

په کاټلنک کې د انوش خان کورنۍ اؤ خپلوانو د هغې د مړي ترلاسه کولو نه انکار کړی اؤ د سیمې خلکو د بۍ کسۍ حالت کې شپه په شپه خاوره ته سپارلې ده.
د اسلام اباد پولیس وایي د هغې قاتل یې نیولی اؤ پلټنې ترې روانې دي .
د پښتو فلمونو ډائریکټر ښاغلي مظفرخان ډیوه سره خبرو کې د هغې د وژل کیدو پخلی کړی اؤ وایي چې انوش خان پینځه ډزه لګیدلې خو نور ددغه پیښې په هکله هیڅ معلومات نه لري چې چا اؤ ولې وژلې ده؟
ددغه پښتنې هنرمندې تعلق د مردان ضلعې د کاټلنګ د بابوزو سیمې سره ؤ خو ډیوه راډیو چې کله د هغې وژنې د اسبابو معلومولو دپاره د کاټلنګ پولیس تاڼې سره تماس ونیولو نو د کاټلنګ پولیسو ددغه پیښې څخه په مکمل ډول بې خبري وښودله اؤ وئ ویل دلته نه داسې پيښه شوې اؤ نا د چا مړی راوړل شوی دی .
د سیمې څخه سرچینو ډیوه ویب پاڼې ته ویلي د انوش خان مړی د سه شنبې په ورځ خپل کلي بابوزو ته راوړل شوی ؤ چې هلته د هغې کورنۍ اؤ خپلوانو ددغه فنکارې د مړي وصولو څخه انکار کړی ؤ.
سرچینې زیاتوي د کورنۍ د انکار څخه وروستو د سیمې څومدني فعالانو شپه په شپه هغه د بې کسۍ په حالت کې خاورو ته سپارلې ده
د انوش خان خپل نوم انعم سبا هم ښودل کیږي اؤ صندس هم چې د کاټلنګ د سلطان محمود لور وه اؤ په ۲۵ مارچ کال۱۹۹۳ کې په بابوزو سیمه کې زیږیدلې وه.
انوش خان ته نزدې سرچینو ډیوه ویب پاڼې ته ویلي هغې درې ودونه کړي وؤ چې په دغو کې یې د دوؤ مړونو څخه طلاق اخستی ؤ اؤ د دریم میړه سره یې هم د تیرې څه مودې راهسې اړیکې خرابې وې.
په خیبر پښتونخوا کې له دې وړاندې هم ګڼ شمیر هنرمندانې وژل شوي چې په هغې کې سندرغاړې ایمن اداس په کال ۲۰۰۹ اؤ سندرغاړې غزاله جاوید په ۱۸ جون ۲۰۱۲ کې وژل شوې وې.
تر دې مهاله د انوش خان وژنه د یوې معمې په توګه پرته ده اؤ نه ده واضحه شوې چې د هغې په وژنه کې څوک ککړ دي اؤ له څه امله یې وژلې ده؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG