د افغانستان په ختيځه صوبه خوست کې په یو ځانمرګي برید کې د پوځ یو سرتیری وژل شوی او ۱۰ نور ژوبل شوي دي.
د خوست چارواکو ويلي دغه بريد د يعقوبيو او صبريو ضلع کې د يو موټر بم د لارې شوی چې پکې د ملي پوځ يو سرتيری وژل شوی او لس ژوبل شوي دي .
د چارواکو په وينا په ننګرهار کې د افغان ځواکونو د عملیاتو په نتيجه کې د داعش تر ۴۰ پورې وسله وال وژل شوي دي.
د عيني شاهدانو په وينا دغه بريد نن د جمعې په سحر شوی چې وروستو يې په دغه پوځي مرکز يو شمېر نورو وسله والو حمله وکړه کومه چې نيمه ګهنټه روانه وه.
په صوبه کې د پوځ يو مشر جنرال محمد ناصر هدايت وي او ای ته ويلي چې دغه بريد د يو موټر د لارې په ولسوالۍ (ضلع) کې د ملي اردو په مرکزي امنيتي پوسته شوی دی.
هغه ويلي په چاودنه کې د ملي اردو يو سرتېری وژل شوی او پينځه نور ژوبل شوي دي، ولې يوې بلې ځايي دولتي سرچينې ويلي چې د ملي اردو ۱۳ سرتيري ژوبل شوي دي.
جنرال هدايت زياته کړې چې د چاودنې له امله نزدې سکول او کورونه هم نړيدلي دي، خو د ځاني زيان په اړه کره معلومات نه لري.
چارواکو ويلي په پېښه کې ۱۶ ملکي وګړي ژوبل شوي چې ټول ښځې او ماشومان دي.
ځايي چارواکو ويلي چې د پېښې ځای ته نزدې يو سکول، يوه ديني مدرسه، څلور جوماتونه او تر ۴۰ ډېر کورونه نړيدلي دي.
دغلته موجود ځيني عېني شاهدانو خبريالانو ته ويلي چې د پېښې د ځای نه يي د طالبانو په ګاډو کې وړونکي مړي هم ليدلي دي.
د دې بريد ذمه واري وسله والو طالبانو منلې ده او ويلي يې دي چې په بريد کې يې ګڼ شمېر حکومتي سرتيري وژلي دي، طالبان تل دغه رنګ ادعاوې کوي.
بل اړخ ته په ننګرهار کې د افغان پوځ چارواکو ويلي تیره شپه ملي ځواکونو د دغه صوبې د کوټ په ولسوالۍ کې ځانګړي عملیات کړي چې په ترڅ کې یې تر ۴۰ پورې د اسلامي دولت یا داعش وسله وال وژل شوي دي.
په سيمه کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند ډګرمن شیراقا فقیري وي او ای ته ويلي چې د افغان ځواکونو او افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د قاطع ملاتړ د ماموریت سرتېرو په ګډو عملیاتو کې د کوټ په ولسوالۍ کې یو شمیر سیمې هم د داعش د وسله والو څخه پاکې شوي دي.
شېر اقا فقیري ویلي چې په دې عملیاتو کې افغان او نړیوالو ځواکونو ته د سر کوم ځاني زیان نه دی رسیدلی .
د اسلامي دولت یا داعش ډلې له خوا د افغان ځواکونو د دې بيان په اړه لا هم کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی.
يادګېرنه: دا خبر د وي او ای اشنا په مرسته تيار شوی.