لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنګله دېش: دوه بمي چاؤدنو کې شپږکسان وژل شوي


د سلهټ پوليس وياند زېدان الموسی ویلي "چاؤدنو کې د دوه پوليسو په ګډون لږترلږه شپږ کسان وژل شوي دي".
د سلهټ پوليس وياند زېدان الموسی ویلي "چاؤدنو کې د دوه پوليسو په ګډون لږترلږه شپږ کسان وژل شوي دي".

بنګله دېش کې په دوه بمي چاؤدنو کې د دوه پوليسو په ګډون لږترلږه شپږکسان وژل شوي او څور نورژوبل شوي دي، دا چاؤدنې د وسله والو د پټنځای چې کمانډوزو پرې چهاپه وهلې، سره نزدې شوي دي.

چاودنې د هېواد په جنوب ختيځه سلهټ ضلع کې يوه ورځ وروستو له هغې رامنځته شوي چې يو ځانمرګي د ملک د مرکزي هوايي ډګر سره نزدې په چيک پوسټ باندې ځانته چاؤدنه ورکړې وه، د دغه بريد زمه واري داعش قبوله کړې وه.

د سلهټ پوليس وياند زېدان الموسی ویلي "چاؤدنو کې د دوه پوليسو په ګډون لږترلږه شپږ کسان وژل شوي دي".

هغه ويلي چاؤدنو کې د ۴۰ نه زيات کسان وژل شوي چې پکې د يو درځن نه زيات د پوليس او پوځ سرتيري هم شامل دي.

په سلهټ کې په ځواکونو باندې د بمي چاؤدنو زمه واري داعش قبوله کړې ده.

پوځ د داعش اتحادي وسله والې ډلې په پټنځاې باندې بريد کړی ؤ، چا چې د تېرې جولائۍ په مياشت کې يوه کېفۍ باندې د بريد زمه واري قبوله کړې وه، په دغه بريد کې د بهرنيانو په ګډون ۲۲ کسان وژل شوي وو.

د خالي په ورځ کمانډوزو د پينځه منزله ودانۍ نه ۷۸ کسان بهر راویستي او هلته لا عمليات دوام لري. دغه عمليات روانه مياشت د ځانمرګو بريدونو وروستو پېل کړی شوي دي.

فارنسک راپور کې پخلی شوی چې د جمعې په ورځ ځانمرګی برید شوی، او دا په يوه اوونۍ کې ډهاکه کې درېمه چاؤدنه وه.

داعش د ۱۶۰ملينه ابادۍ په اسلامي ملک بنګله دېش کې د بهرنيانو، روښان فکرو او لږکيو د غړو د وژنو زمه وارۍ منلي دي.

حکومت پرله پسې د دغه ډلې د شتون نه انکار کوي او وايي چې دا ځايي وسله وال دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG