لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب: په مزار کې ۲۰ تنه وژل شوي


پوليس ته سحر د پېښې خبر ترلاسه شوی او چې دوي موقعې ته ورسېدل ۲۰ مړي هلته پراته وو
پوليس ته سحر د پېښې خبر ترلاسه شوی او چې دوي موقعې ته ورسېدل ۲۰ مړي هلته پراته وو

د پاکستان پنجاب صوبې د سرګودها ضلعې د پوليسو په وينا تېره شپه ناوخته د يو مزار ساتونکي ۲۰ تنه په چاړو چاکوانو وژلي دي.

د سرګودها ضلعې د صدر تهاڼې يو افسر شوکت منظور ډيوه ريډيو سره په خبرو کې پخلی کړی، چې تېره شپه ناوخته د تهاڼې په حدودو کې د دربار عاليه محمدعلي په مزار کې دغه پېښه رامنځته شوې ده.

"د شپې په ۱۲ يا يوه بجه باندې د مزار يو ساتونکي چې عبدالوحيد نوميږي په مزار کې موجودو کسانو باندې د نشې څه څکولي خلک يې نشه کړي او بيا يې پرې د چاړو، چاکوانو او ډنډو ګوزارونه کړي او ۲۰ تنه يې پکې وژلي دي، په وژل شوؤ کې درې ښځې هم شامل دي ".

منظور وويل په بريد کې درې کسان ژوبل شوي هم دي.

نوموړي وويل پوليس ته سحر د پېښې خبر ترلاسه شوی او چې دوي موقعې ته ورسېدل ۲۰ مړي هلته پراته وو او وژونکي يې هم په موقع موجود ؤ.

پوليس افسر زياته کړه د مزار ساتونکی عبدالوحيد چې دغه خلک يې وژلی د الېکشن کمېشن پخوانی (ريټائرډ) افسر دی، د پنجاب د نانکانه سيمې سره یې تعلق دی او پوليسو د موقعې نه نيولی دی.

نوموړي وويل د نيول شوي تن نه پلټنې پېل کړی شوي ولې دا لا نه ده معلومه شوې چې د پېښې علت څه دی، يا يې په شا کوم لاس دی، هغه وويل د دغه تن ذهني توازن سم دی.

هغه زياته کړه په دغه سيمه کې وړاندې دغه ډول پېښه نه ده رامنځته شوې، او نه دوي دې پېښې ته لا د منظمې ترهګرۍ عمليات ويلی شي ځکه چې دغلته له دې وړاندې کومې فرقه ييزې پېښې هم نه دي رامنځته شوي.

پاکستان کې نه يواځې ځايي خلک بلکې د نورو علاقو نه تر لرې لرې پوې زيارتونو له ځي او ډېر پکې بيا زيارتونو کې شپې هم کوي.

که څه هم دغه ډول پېښې وړاندې زياتې نه رپورټ شوي ولې د فرورۍ په میاشت کې د سندهـ صوبې په سهېون سيمه کې په يو ياد زیارت لعل شهباز قلندر باندې ځانمرګی برید شوی او د ۹۰ زیات کسان پکې وژل شوي وو.

د لعل شهباز قلندر په مزار د بريد زمه واري تُندرو ډلې داعش منلې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG