لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاله یوسفزئ به د کاناډا پارلمان ته وینا کوي


دا به د کاناډا په تاریخ کې لمړی ځل وي چې پارلمان ته به یې ترټولو د کم عمر یوه جینۍ وینا وکړي.
دا به د کاناډا په تاریخ کې لمړی ځل وي چې پارلمان ته به یې ترټولو د کم عمر یوه جینۍ وینا وکړي.

د کاناډا وزیراعظم اعلان کړی چې نوبل انعام ګټونکې کم عمره پښتنه پیغله ملاله یوسفزئ به د کاناډا پارلمان ته وینا کوي.
خبري ادارې ایسوسي ایټیډ پریس د کاناډا د وزیراعظم جسټن ټروډو له خولې لیکلي چې نولس کلنه ملاله یوسفزئ به په ۱۲م اپریل د کاناډا سفر کوي چې دغلته به هغې ته دکاناډا د اعزازي وګړتوب ورکول کیږي اؤ ددې ترڅنګ به نوموړې د کاناډا پارلمان ته خپله وینا هم کوي.
دا به د کاناډا په تاریخ کې لمړی ځل وي چې پارلمان ته به یې ترټولو د کم عمر یوه جینۍ وینا وکړي.
نولس کلنه ملاله یوسفزئ هاغه پښتنه پیغله ده چې په ٢٠١٢م کې پرې دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې په مينگوره ښار کې طالبانو یوه وژونکې حمله کړې وه چې په دغه حمله کې دژوبل کيدو څخه وروستو ملاله يوسفزئ دعلاج لپاره برطانيې ته وړل شوې وه
کله چې ملاله یوسفزئ طالبانو د تعلیم دپاره د غږ پورته کولو په جرم په سر په ګولۍ ویشتې وه هاغه مهال د هغې عمر یوازې پنیځلس کاله ؤ .
په برطانیه کې درغيدو وروستو نوموړې ټوله نړۍ کې ماشومانو لپاره دتعليم دحق لړ کې هلې ځلې کوي،
ملالې ته په کال ۲۰۱۴م کې ١٧ؤ کلونو په عمر کې دامن نوبل انعام ورکړل شوى ؤ اؤ ددې ترڅنګ یې ګڼ شمیر نورې نړیوالې جائزې اؤ سندونه هم ګټلي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG